CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت : پر روسيې باندې د امريکا لخوا لګول شوي بنديزونه به د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د لا پيچليتوب سبب وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-31 15:46:40

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جولای په دېرشمه نېټه وويل،چې پر روسيې باندې د امريکا لخوا لګول شوي بنديزونه به د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د لا پيچليتوب سبب وګرځي.

ياد وزارت په خپله ويب پاڼه کې وويل چې پر روسيې باندې د امريکا لخوا لګول شوي بنديزونه نه يوازې د دواړو خواوو تر منځ اړيکو د لاپيچليتوب سبب وګرځي،بلکې د نړيوالو چارو د حل و فصل په ساحه کې به د دواړو خواوو تر منځ پر همکارۍ ناوړه اغيزه وکړي.د امريکا دا عمل به يې خپلو ګټو ته زيانونه ورسوي.

ياد وزارت په همدې ورځ هم دې ته اشاره وکړه چې پر روسيې د بنديزونو د زياتولو په اړه د اروپايي ټولنې له پرېکړه ليک څخه څرګندېږي چې دغه ټولنه د اوکراين بحران د سياسي حل هيله نه لري.دغه بنديزونهد تجارت د نړيوال سازمان له اړوندو مقرراتو څخه سرغړونه ده،خو روسيه کولی شي چې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای