د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې،د جولای په دېرشمه نېټه،د ارام بحر-٢٠١٤ په نوم سمندري پوځي تمرينونه پای ته رسيدلي دي.د برخوالو هېوادونو پوځي بيړۍ په وار سره بيرته حرکت کړی دی،د چين د سمندري پوځ د بيړو ټيم په سالم ډول د مرغلرې بندر ته ورسيد
په دې پوځي تمرينونو کې،د چين د پوځي بيړيو ټيم د امريکا،فرانسې،بروني او مکسيکو په ګډون د څو هېوادونو له ديارلسو بيړيو سره د سمندري بنديز دنده په غاړه واخيستله او د تاکتيکي لارو،سمندر ته د توپ توغولو،د بيړيو بنديز،په سمندر کې د پلټنې او طبي چارو په ساحو کې يې له يادو هېوادونو سره د نظريو نژدې تبادله کړېده.په دې تمرينونو کې ګډون کول د نورو هېوادونو له سمندري بيړيو سره د همکارۍ په اړه د چين د سمندري پوځ توان لوړوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |