CRI Online

بان کي مون انديښنه څرګنده کړه چې څيړونکي تر اوسه د ماليزيا د الوتکې د لويدلو په ځای پلټنه نه شی کولی

cri     (GMT+08:00) 2014-07-31 16:10:01

بان کي مون انديښنه څرګنده کړه چې څيړونکي تر اوسه د ماليزيا د الوتکې د لويدلو په ځای پلټنه نه شی کولی

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د م م سرمنشي بان کي مون د روانې مياشتې په ٣٠ نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره خپله انديښنه څرګنده کړه چې د سختو شخړو له امله تر اوسه پورې څيړونکي د ماليزيا د ايم ايچ ١٧ الوتکې د لويدلو په ځای پلټنه نه شی کولی.

بان کي مون پر دی ټينګار وکړ چې اوس بايد په هماغه ځای کې د مسافرينو مړي او مهم شاهد ولټول شي. نړېوال څيړونکي ګروپ بايد په دی ځای کې کارونه ترسره کړي نو هغه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې په هماغه ځای کې شخړې ختمې کړي تر څو چې د څيړونکي ګروپ لپاره مناسب چاپيريال برابر کړي.

_زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای