CRI Online

د اوکراين اداره او ملکي وسلواله ډله يو پر بل د ماليزيا د الوتکې د پلټنې په اړه د د ستونزو جوړولو پړه اچوي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-31 16:10:50


د جولای تر دېرشمې نېټې پورې د اوکراين په ختيځه برخه کې شخړو لا هم دوام درلود، د شختارسک په شمول د دونيتسک ايالت په شپږو ښارونو کې د پوځونو او ملکي وسلوالو ترمنځ ډزې شوې او دواړو خواوو ويلي چې دغې سيمې يې تر خپل کنترول لاندې دي. د دې تر څنګ، د بلاروس ولسمشر اليکسندر لوکسينکو په همدې ورځ د اوکراين د ولسمشر پيټرو پوروشينکو غوښتنه ومنه چې د بلاروس په پلازمينه مينسک کې به د روسيې، اوکراين او د اروپا امنيت سازمان ترمنځ د دريو اړخيزو ارتباطاتو غونډه جوړه کړي.

د جولای په دېرشمه نېټه په شختارسک ښار کې د ختيځې برخې وسلوالې ډلې پر دولتي پوځونو بريدو وکړ چې دواړو خواوو په جګړه کې ټانکونه او توغندي کارولي دي. د وسلوالو په قول دوی په دغه بريد کې د پوځونو يو سلو پنځه ويشت زغروال ګاډي ويجاړ کړي. په خارتسيزسک ښار کې د پوځونو يوه جنګي الوتکه د ملکي وسلوالې ډلې له خوا غورځول شوې، خو د اوکراين پوځونو ياد خبر نه دي تاييد کړي. د اوکراين پوځونو وويل، چې په همدې ورځ په دونيتسک کې د پوځي عملياتو له امله يې يو سرتيری وژل شوی او يوولس تنه ټپيان شوي. خو د وسلوالې ډلې په قول د همدې ورځې په شخړو کې نولس عام وګړي ووژل شوي او يودېرش تنه ټپيان شوي. له دې مخکې امريکايي خبري رسنيو خبر ورکړی و چې د اوکراين پوځونو په عملياتو کې له بالستيک ګوليو استفاده کړې ده. په همدې ورځ د شخړې په ځای کې د دغه ډول يوې ګولۍ سر پيدا شوی چې اوږدوالی يې نژدې دوو ميترو ته رسيږي.

اوسمهال د اوکراين په ختيځه برخه کې د ډزو حالت د ماليزيا د الوتکې د لويدلو په اړوندې پر پلټنې سختې منفي اغيزې کړې دي. ځکه چې د الوتکې د لويدلو ځای شاو خوا سيمو کې حالات ترينګلي او جنګي دي، نو پلټونکي کارونه د يوې مودې لپاره درېدلی دي.د اوکراين د امنيت او ملي دفاع د کميټې وياند انډري ليسينکووويل، له دې مخکې چې د دغو سيمو کنترول په پوره توګه د پوځونو په لاس کې وي، د پلټونکو کارکوونکو امنيت نه شي تامين کيدای. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د ختيځې برخې وسلواله ډله د پېښې ځای شاو خوا سيمو کې د اوربند د ژمنې مراعات نه کوي. خو د ختيځې برخې د ولسوالې ډلې وياند وويل چې دوی يواړخيز اوربند او د پلټونکو د امنيتي لارې د پرانيستلو په اړه له اوکرايني ادارې سره خبرو اترو ته چمتو دي، خو د اوکراين ادارې اوربند نه دی کړی او شخړې يې لا سختې کړې دي، دوی هيله لري چې د اروپا امنيت سازمان ياد حالت ته پاملرنه وکړي.

د جولای په دېرشمه نېټه د اوکراين ولسمشر پوروشينکو د بلاروس له ولسمشر لوکشينکو سره په تليفوني خبرو اترو کې له بلاروس څخه غوښتنه وکړه چې د اوکراين له ختيځې برخې سره د خبر اترو لپاره زمينه برابره کړي. لوکشينکو دغه غوښتنه منلې ده. دغه راز روسيه، اوکراين او د اروپا امنيت سازمان به د جولای په يودېرشمه نېټه په مينسک کې درې اړخيزې خبرې اترې تر سره کړي، خو دا معلومه نه ده چې د اوکراين د ختيځې برخې استازي به پکې ګډون وکړي او که نه. د اوکراين د ختيځې برخې د بحران ارامول او د الوتکې د پښې په اړه د پلټڼې لپاره د امنيتي لارې پرانيستل به د خبرو اترو عمده مسئلې وي. خو د وسلوالې ډلې د مسئول انډري پورګين وويل، چې د جنګي بنديانو تبادله بايد د خبرو اترو مهم ټکی وي.

د م م سرمنشي بان کي مون په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره د سختو ډزو له امله د پلټنې د درېلو په اړه انديښنه څرګنده کړه. هغه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه د الوتکې د لويدلو ځاي ته نژدې سيمو کې له جګړې او عملياتو لاس واخلي، تر څو نړيواله پلټونکې ډله له خنډ پرته خپلې اړوندې پلټنې تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای