CRI Online

د اسرائيلو د پوځي عملياتو له امله په غزه کې ١٣٦٣ تنه فلسطينيان وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-31 16:48:17
د اسرائيلو د پوځي عملياتو له امله په غزه کې ١٣٦٣ تنه فلسطينيان وژل شوي

د سين هوا اژانس دخبر له مخې د روانې مياشتې په ٣١ نېټه په غزه کې د روغتيا ادارې سازمان وويل چې د اسرائيلو د پوځي عملياتو له امله تر همدی ورځې پوری ١٣٦٣ تنه فلسطينيان وژل شوي چې له دغې جملې څخه ٣١٥ ماشومان او ١٦٦ ښځې دي.

د دې نه ترڅنګ ٧٦٠٠ تنه نور فلسطينيان ټپيان شول چې له دې جملې څخه ٢٣٠٧ تنه ماشومان او ١٥٢٩ تنه ښځې دي. د فلسطين د روغتيا وزارت وويل چې ١٥ تنه کارکوونکي يی هم د پوځي عملياتو په ترڅ کې هم وژل شوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای