CRI Online

د روسيې د خبري رسنيو په اند د امريکا او روسيې ترمنځ اړيکې ښايي د سړې جګړې د وخت په څېر وي

cri     (GMT+08:00) 2014-07-31 17:57:03

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د جولای په ٣٠مه نېټه اروپايي ټولنې او امريکا په جلا جلا توګه اعلان کړی چې د روسيې د ماليې، انرژۍ او پوځ پر ساحو به د نوی پړاو بنديزونه ولګوي.د امريکا، کاناډا، فرانسې، جرمني ، ايټاليا، بريټانيا او جاپان په ګډون د ٧ هېوادونو ډلې په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې که د اوکراين په اړه د روسيې تګلارې بدلې نه شي،پر روسيې باندې به لازيات بنديزونه ولګول شي.د روسيې د خبري رسنيو په اند د امريکا او روسيې ترمنځ اړيکې د اوکراين د بحران له امله لاترينګلی شوې، که دغه مسئله په وروستيو ورځو کې حل نه شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به ښايي د سړې جګړې د وخت په څېر وي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د جولای په ٣٠مه نېټه وويل چې پر روسيې د اروپايي ټولنې له بنديز څخه څرګندېږي چې اروپايي ټولنه د اوکراين مسئلې د سياسي حل هيله نه لري.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای