د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دفاع وزارت وياند ګنګ يان شنګ د جولای په يودېرشمه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، په څلورو سمندري سيمو کې د چين د ازادۍ بښونکي اردو د تمرين موخه د رښتينې جنګي روزنې پياوړتيا ده او اضافي تشريحاتو ته اړتيا نه شته.
ګنګ يان شنګ وويل، په وروستيو ورځو کې د چين د ازادۍ بښونکي اردو په څلورو سمندري سيمو کې ځيني تمرينونه ترسره کړي او کوي يې. د پاملرنې وړ دي چې کورنيو او بهرنيو خبري رسنيو په دې اړه ډېر خبرونه او تبصرې کړې دي. غواړم دا څرګنده کړه چې زموږ تمرينونه د هېڅ بل هېواد په موخه نه دي. هيله لرم چې اړوندې خواوې د دغو تمرينونو په اړه اندېښنه و نه کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |