د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشريزې ټاکنې چې د لومړې ځل لپاره ټول ترکيان په مستقيمه توګه رايې ورکوي، د جولای په يودېرشمه نېټه له ترکيې بهر پيل شوه. په بهرنيو هېوادونو کې ترکيان به د جولای له يودېرشمې نېټې څخه د اګست تر درېيمې نېټې پورې خپله رايه ورکړي.
د دغو ولسمشريزو ټاکنو لپاره لومړۍ رای ورکونه په استراليا کې يو ترکيې د جولای د يودېرشمې نېټې سهار په اتو بجو ورکړه. په همدې ورځ په چين کې اوسېدونکو ترکيانو هم په رای ورکولو پيل وکړ.
د مالوماتو له مخې، د ترکيې حکومت په پنځوسو هېوادونو کې د رايې ورکولو مرکزونه ټاکلي دي. اټکل کېږي چې په دغو هېوادونو کې به دوه مليونه اوه لکه رايې ورکړل شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |