د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اګست د لومړې نېټې يعنی د چين د ازادي بخښونکي اردو د جوړېدو د يادونې ورځې په رارسېدو سره، د چين د دولت ريس شي جن پينګ په فو جيان ولايت کې له پوځي عسکرو څخه د حال احوال پوښتنه وکړه. هغه د چين د مرکزي حکومت او د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب پراخو عسکرو ته سلامونه وړاندې کړ.
شي جن پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د چين پوځ بايد په نويو حالاتو کې په جدي توګه د پوځ د جوړونې او اصلاحاتو په اړه کارونه بشپړ کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |