د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پوليسو تر کوښښونو لاندې، د شينجيانګ د کاشغر ښار د يد کح جومات امام جعمه طاهر د وژل کېدو قضيه روښانه شوې ده.
له پلټنې څخه وروسته دا مالومه شوې ده چې د تورسون په شمول درې تنه د تندلارۍ نظريې تر اغېزې لاندې د جولای د دېرشمې نېټې په سهار په يدکح جومات کې امام جعمه طاهر وواژه. د شينجيانګ پوليسو په ګړندي توګه مجرمين پيدا کړی او د مجرمينو د نيولو عمليات يې تر سره کړل. د همدې ورځې په غرمه دريو مجرمينو په چړو له پوليسو سره جګړه وکړه، پوليسو په ډزو دوه تنه مجرمين ووژل او يو بل مجرم يې ونيوه.
اوس د دې پېښې په اړه ژوره پلټنه روانه ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |