CRI Online

د شانګهای يو سپين ږيري پنځه مليونه يوانه بسپنه ورکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-08-04 15:55:06

د تېرې مياشتې په څلورمه نېټۀ سهار د شانګهای د خيريه صندوق د غونډې په کوټه کې پنځه شپېته کلن سپين ږيري وانګ چانګ هو د بسپنې په غوښتنپاڼه کې خپل نوم وليکه او پنځه مليونه يوانه يې د بسپنې په توګه ياد صندوق ته ورکړل چې دغه پيسې د څه باندې اتو لکو امريکايي ډالرو سره برابرې دي او د ونډو په بازار کې يې ګټلي دي.

د ياد صندوق د بسپنې په ليست کې د اعانه شويو پيسو له نظره ښاغلي وانګ څلورم بسپنه ورکوونکی دی چې مخکيني درې تنه بهرنيان يا د تصدۍ خاوندان دي ، خو ښاغلي وانګ يوازې د شانګهای يو عام وګړی دی.

دده په وينا د ده په ژوند کې دوه تحول کېدونکي ټکي په ١٩٦٩ او ١٩٨٩ کال کې وو چې لومړی هغه په ١٩٦٩ کال کې د نولس کلنۍ په وخت کې د ناروغۍ له امله د عسکرۍ خدمت کې شامل نه شو ، خو د پوځ مشر دده کور ته لاړ او و يې ليدل چې کورنۍ يې ډير ه غريبه وه او دده په جامه لسګونه پيوندونه ليدل کېدل ، نو پرېکړه يې وکړه چې پوځ کې يې داخل کړي، پنځه کاله وروسته له پوځ څخه ترخيص شو ، دوهم هغه په ١٩٨٩ کال کې په قطعي توګه د ونډو په بازار کې د ګډون لپاره له ملګرو څخه يو څه پيسې پور کړې چې په پايله کې يو سخي مليونر شو.

د خيريه صندوق د ټولنې مشر چي شن وويل چې ډيرشتمن کسان مې ليدلي وو، خو د ښاغلي وانګ غوندي مليونر مې نه دی ليدلی ځکه چې هغه ظاهرأ عام وګړی دی او ساده کالي اغوندي ، په لاس کې يې ګرځنده تليفون هم زوړ دی.

ښاغلی وانګ د ولسي جمهوريت د جوړېدو سره همکال دی او په اته کلنۍ کې يې پلار مړ شوی او د يې وزلې مور تر پالنې لاندې او د خپلو زيارونو له کبله زلمی شو .

له پوځ څخه تر وتلو وروسته ښاغلی وانګ د نساجۍ په يوه فابريکه کې وګمارل شو ، خو له بدمرغه د فابريکې مشر سره د جنجال له امله فابريکې څخه ووت او په پای کې يې د ونډو په بازار کې برخه واخيستله .هغه لومړی ځل يوازې ديارلس سوه يوانه د ونډو په بازار کې واچول ، خو څو مياشتې وروسته يې ديرش زره يوانه ګټه وکړه . د ١٩٩٧ کال په لومړيو وختونو کې هغه د شامن هوايي ډګر د جوړولو په برخه کې ونډې واخيستلې او لس مليونه يوانه ګټه يې تر لاسه کړه ، په ٢٠٠٧ کال کې په داسې حال کې چې د ونډو بازار ډير تود و، ښاغلی وانګ د څلوېښتو ميليونو يوانو په ګټلو سره د ونډو له بازار څخه پوره ووت . تر شتمن کېدو وروسته هغه نوی کور واخيست ، خو لا هم له نورو سره په مرسته کولو خوښي اخلي ، د بېلګې په توګه هغه څو څو ځله په عسکري خدمت کې شاملو ملګرو ته مرستې لاس ورکړی او د استوګنې ادارې ته د بسپنې ورکولو په وخت کې يې وليدل چې د دوبي سخته ګرمۍ کې ايرکانديشن نه و ، نو سمدلاسه يې له مغازې څخه ورته يو ايرکانديشن واخيست او په وړيا ډول يې نوموړې ادارې ته ورکړ .دده خورزې وويل چې ماما مې اوس سپين ږيری شوی او صحت يې دومره ښه نه دی ، نو له هغو کسانو سره چې د نورو مرستې ته اړتيا لری، ډيره پاملرنه کوي. هغې وويل چې دا له اټکل څخه وتلې خبره نه ده چې ماما مې نورو سره مرسته کوي ، خو له اټکل څخه وتلې خبره دا ده چې ماما مې پنځه مليونه يوانه خيريه صندوق ته د بسپنې په توګه ورکړي دي .

ښاغلي وانګ وويل چې تر جدي فکر وروسته مې نوموړې پرېکړه وکړه ، زما په اند که څوک د ژوند د اړتياوړ شيانو د اخيستلو پيسې ولري، بسنه کوي.

خيريه صندوق وايي چې د ښاغلي وانګ په نوم به يو ځانګړی صندوق جوړ کړي او دده د هيلې سره سم به دده لخوا بسپنه شوې پيسې لومړی د بې وزلو زده کوونکو او زړو کسانو خدمت لپاره ولګول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای