CRI Online

د پاکستان مخالفو ډلو د حکومت پرضد پراخ لاريون پيل کړی

cri     (GMT+08:00) 2014-08-15 16:00:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اګست په ١٤مه نېټه څو لکه تنه لاريون کوونکي د ازادي مارچ په نامه د حکومت پرضد لاريون د تر سره کولو لپاره د پاکستان له لاهور ښار څخه اسلام اباد په لور حرکت وکړ .د دغه لاريون موخه دا ده چې د نواز شريف په مشرۍ اوسني حکومت دې ته اړ کړي چې له خپلې دندې څخه استعفا وکړي.

(اواز........) د اګست ١٤مه نېټه د پاکستان د خپلواکۍ اته شپېتمه کاليزه وه. د همدې ورځې په ماښام د وطن پالې سندرو په ويلو سره شاوخوا پنځه لکه لاريون کوونکي د سياستوال عمران خان او مذهبي شخصيت طاهرالقادري په مشرۍ د بېلا بېلو ډولو موټرونو په وسيله پلازمينه اسلام اباد ته د حرکت په حال کې دي .د سيمه ييزو خبري رسنيو د اټکل له مخې دغه لاريون کوونکي به د اګست په ١٥مه نېټه اسلام اباد ته ورسيږي.

تېره اوونۍ د قادري په مشرۍ د ولسي غورځنګ ګوند په لاهور کې له پوليسو سره نښته وکړه چې له امله يې دوه تنه احتجاج کوونکي وژل شوي دي.د همدغو پېښو د مخنيوي لپاره د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې څه باندې دوه لکه پوليس ځای پر ځای کړي او د کانتينرونو او اغزن سيمو په وسيله يې د اسلام اباد په لور عمده لارې بندې کړې دي.له دې نه مخکې د شريف حکومت وغوښتل چې د اسلام اباد څخه دباندې د لاريون کوونکو ليکو مخه ډب کړي،خو د دې هېواد د کورنيو چارو وزير چاودري نصار علي خان د روانې مياشتې په چوارلسمه نېټه وويل چې لاريون کوونکو ته اجازه ور کړل شوي چې په پلازمينه کې غونډه جوړه کړي.

د تېر کال د مې په مياشت کې د مجلسونو په ټاکنو کې د شريف په مشرۍ مسلم ليګ د رايو په غوڅ اکثريت سره برياليتوب تر لاسه کړ چې له امله يې د پارلمان د لومړني لوی ګوند په توګه کابينه جوړه کړې وه.د دې ترڅنګ د عمرن خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند له خوا د تر لاسه شويو رايو شمېر په دې ټاکنو کې درېيم مقام نيولی و.تر دې ټاکنو وروسته عمران خان په پر له پسې توګه پر شريف په ټاکنو کې درغليو نيوکه کوله او ور څخه يې غوښتنه وکړه چې له خپلې دندې څخه اسعفا وکړي.په دې وروستيو ورځو کې د خپلو پلويانو په وړاندې عمرن خان بيا پر دې تينګار وکړ (اواز....) مونږ بايدد انتخاباتو په ميکانيزم کې تعديل راوړلو .تېر کال په پارلماني ټاکنو کې فريب موجود دی ، نو مونږ غواړو چې پارلماني ټاکنې بيا تر سره کړي چې دابه له اساسي قانون سره سمون ولري.اوسني حکومت د پاکستان د تسلط لياقت نه لري.

د دې ګوند پخواني مشر د سيند ولايت رئيس عمرن اسمعيل وويل (اواز........) اوسني حکومت يوازې په ټاکنو کې خپلو پلويانو ته پاملرنه کوي چې له امله يې لږ شمېر کسان د دوي له تسلط څخه برخمن او شتمن شوي دي،خو د غريبو کسانو پر حالت سترګې پټوي چې شمېر يې د عمومي نفوس په سلو کې له شپږ دېرش څخه تر څلوېښت پورې برخه نيسي.

د مخالفو ډلو د نيوکې په وړاندې صدراعظم شريف د اګست د ١٢نيټې په شپه په تلويزيوني وينا کې له خپلې دندې څخه استعفا رد کړه او ويې ويل چې اوسني حکومت به له اساسي قانون سره سم د ماموريت پنځه کلنه موده پوره کړي .په عين وخت کې هغه هم وړانديز وکړ چې مشر قاضي د دريو تنو قاضيانو په ګډون يوه کميټه جوړه کړي او په انتخاباتو کې د درغلۍ پلټنه وکړي ،او هيله يې وښودله چې مخالفې ډلې د خبرو اترو له لارې خپل توپيرونه ليری کړي.د اوسني حکومت د يو کلن کارونو د يادونې په ترڅ کې شريف وويل چې حکومت يې نوی لويی پروژې پيل کړې چې له امله يې اقتصاد پرمختګ موندلی او د بهرنيو پانګه اچوونکو باور هم ټينګ شوی ،سربېره پردې د روپۍ تبادلوي ارزښت ثابت ساتل شوی او صادراتي ارزښت هم په پر له پسې توګه زيات شوی دی.اوس مهال پاکستان له بېلا بېلو ستونزو او ننګونو سره مقابله کوي او د اقتصادي پرمختګ او سمسورتيا لپاره ډېرې هڅې کوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای