CRI Online

د ځوانانو د دوهمې دورې المپيک لوبې به د اګست په ١٦مه نېټه په نان جينګ ښار کې پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-15 18:03:09

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د ځوانانو د دوهمې دورې المپيک لوبې به د اګست په ١٦مه نېټه د جيانګ سو ولايت په نان جينګ ښار کې پرانيستل شي.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي او د دې لوبو د پرانيستلو اعلان به وکړي.

د نړۍ د بېلا بېلو سيمو څه د پاسه ٣٧٠٠ لوبغاړي به په ١٢ ورځو کې په ٢٨ لويو لوبو او ٢٢٢ کوچنيو لوبو کې سيالي وکړي او په عين وخت کې به په يو لړ کولتوري او ښوونيزو مهمو فعاليتونو کې ګډون وکړي.

د روانې مياشتې د ١٦مې نېټې د ماښام په ٨ بجو به د يادو المپيک لوبو پرانيستونکي مراسم د نان جينګ د المپيک په سپورټي ميدان کې تر سره شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای