CRI Online

د پاکستان مخالف ګوند پر صدراعظم باندې تور لګولی چې د وژنې په يوه پيښه کې د لاس لرلو شک پرې شته

cri     (GMT+08:00) 2014-08-18 16:34:28
د پاکستان مخالف ګوند پر صدراعظم باندې تور لګولی چې د وژنې په يوه پيښه کې د لاس لرلو شک پرې شته

د پاکستان يوې محکمې د اګست په شپاړسمه نېټه د وژنې په اړه د يوې دوسيې د پلټنې حکم وکړ او د دغه هېواد صدراعظم نواز شريف پورې دا دوسيه اړه لري. په همدې وخت کې د تحريک انصاف د پاکستان د مخالفو ګوند مشر عمران خان په دې ټينګار کوی چې د تېر کال په پارلماني ټاکنو کې درغلي شوې ده، نو صدراعظم نواز شريف بايد سمدلاسه استعفا وکړي او ټولټاکنې دې بيا له سره وشي.

د پاکستان د پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې يوې محکمې د خلکو ګوند له خوا د وژنې په اړه د دوسيې د وړاندې کولو له اوريدلو وروسته د پوليسو اړوندو څانګو ته د دې دوسيې د پلټنې حکم ورکړ. د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د ده کشر ورور او د پنجاب ايالت د لومړي وزير شهباز شريف او ځينو پوليسو او حکومتي مامورينو په شمول دوه ويشت تنه په دې دوسيې کې شامل دي. د جون په اوولسمه نېټه په لاهور ښار کې د حکومت ضد د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ نښته وشوه چې له امله يې لږ تر لږه څوارلس تنه وژل او څلور اتيا تنه نور ټپيان شوي دي. ورپسې د پنجاب ايالت حکومت د پلټنې کميټه جوړه کړه چې د دې پيښې پلټنه وکړي، خو د خلکو ګوند له دغې کميټې څخه ملاتړ نه دی کړی او محکمې ته يې د دې پيښې د پلټنې غوښتنه وړاندې کړې ده.

د روانې مياشتې په څوارلسمه نېټه د پاکستان د تحريک انصاف او د خلکو ګوند دوو مخالفو ګوندونو په لس ګونو زرو پلويانو له لاهور څخه د حکومت ضد لاريون پيل کړ او د پنځلسمې نېټې په شپه اسلام اباد ته ورسيد. که څه هم دوه ګوندونه په رسمی توګه د ملګرتيا اړيکې نه دې جوړې کړې، خو د دوو ګوندونو مشرانو سوګند خوړلی چې د نواز شريف د استعفا کيدو او د ټولټاکنو د بيا تر سره کيدو مخکې به له پلازمينې اسلام اباد څخه ونه وځي. دا په داسی حال کې چې د محکمې پريکړه په دې وخت کې د شريف پر حکومت نور زيات فشارونه اچولی شي.

عمران خان د اګست په شپاړسمه نېټه وويل يوازی په دې شرط چې نواز شريف له خپلې دندې څخه استعفا وکړي، لاريونونه به پای ته ورسوي. نواز شريف د روانې مياشتې د دوولسمې نېټې په ماښام په څرګندو ټکو دا رد کړه چې له دندې استعفا وکړي او ويې ويل چې اوسنی حکومت به د اساسي قانون له مخې د پنځو کلونو ماموريت بشپړ کړي او مخالفو ګوندونو ته يې وړانديز وکړ چې د خبرو اترو له لارې توپيرونه او اختلافونه حل کړي. هغه وويل د اوسنی حکومت د جوړيدو له څه دپاسه يو کال راپدې خوا يې زياتې نوې لويې پروژې پيل ، د هېواد اقتصادي پرمختګ ، په پاکستان کې د نورو هېوادونو د پانګونکو باور بيا ټينګ کړی ، د روپۍ تبادلوي ارزښت ثابت ، صادراتي ارزښت زيات شوی دی او پاکستان بېلا بېلې ننګونې حل کړې او کوي يې او د پرمختيا او سمسورتيا په لور روان دی.

د مسلم ليګ ګوند د شريف ډلې وياند د اګست په شپاړسمه نېټه يو ځل بيا وويل حکومت د خبرو اترو له لارې د توپيرونو حلولو وړانديز کړی، خو عمران خان دا وړانديز رد کړی. د ده له خوا وړاندې شوې غوښتنې چې صدراعظم دې استعفا وکړي او پارلمان دې منحل کړي، ټول له ديموکراسۍ او اساسي قانون څخه سرغړونه ده.

ځايي عام افکار دې ته اشاره کوي چې د پاکستان سيساتوالان د واټونو سياست دودونه او اخلاق لري، خو د عمران خان له خوا د پيل شوي لاريون لامل کافی نه دی، څرنګه چې د پاکستان په دننه کې د بېلا بېلو سياسی ډلو او نړيوالې څارنيزې څانګې په اند د تېر کال په ټولټاکنو کې درغلۍ نه وې او په شفافه توګه تر سره شوي او د درغلۍ موارد يې نه درلودل. خو د څيړنې له مخې که د لاريون په بهير کې د خونړۍ پيښې رامنځته شي، امکان شته چې نور سياسي ګوندونه به د مخالفو ګوندونو په ډلو کې ورګډ شي، د شريف حکومت به له سختو ننګونو سره مخامخ کړي. برسيره پر دې د ځينو کسانو په اند که عمران خان پوځي ملاتړ تر لاسه کړي، د پوځي کودتا شتون امکان هم خبره نه ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای