CRI Online

د اوکراين حکومتي پوځ د لوګنسک ښار کلابند کړ

cri     (GMT+08:00) 2014-08-19 15:54:03
د اوکراين حکومتي پوځ د لوګنسک ښار کلابند کړ

د اوکراين حکومتي پوځ د اګست په اتلسمه نېټه پر لوګنسک او دونيسک باندې د لويې پيمانې پوځي عمليات تر سره کړل. د اوکراين د امنيت او دفاعی کميټې وياند اندري ليسينکو وويل د اوکراين حکومتي پوځ په پوره توګه د لوګنسک ښار کلابند کړی او په دغه ښار کې څو سيمې د حکومتي پوځ تر کنترول لاندی راغلی دی، خو دغه خبر د اوکراين په ختيځ کې د حکومت مخالفو وسله والو له خوا نه دی منل شوی. په همدې ورځ د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف وويل د اوکراين په ختيځ کې جګړه د روسيې امنيت له ګواښونو سره مخ کړی دی، نو روسيه به اړوند تدبيرونه ونيسي.

د اوکراين مقاماتو د روانې مياشتې په اتلسمه نېټه د لوګنسک او دونيسک پر ښارونو باندې پراخ بريدونه وکړل. ښاغلي ليسينکو دا مالومات ورکړل چې په همدې ورځ حکومتي پوځ د لوګنسک او دونيسک په سيمو کې د ختيځ له وسله والو سره پنځه ويشت ځلې جګړې وکړې او دواړو خواوو د توغنديو او ابوستوپونو په شمول درنې وسلې کارولي دي. هغه وويل د اوکراين حکومتي پوځ په بريالۍ توګه د لوګنسک ښار کلابند کړی او د دغه ښار څو سيمې يې تر کنترول لاندې راوستې دی. په همدې ورځ په پوځي عمليات کې نهه حکومتي پوځيان وژل او څه دپاسه شل تنه نور ټپيان شوي دي. خو دغه څرګندونه هم د اوکريان په ختيځ د وسله والو له خوا نه دی تائيد شوی او دا تصديق نه شی کيدای چې د دونيسک ښار د اوکريان د حکومتي پوځ له خوا ونيول شو.

د اګست په اتلسمه نېټه له سهار څخه د دونيسک ښار د اوکراين پوځ له بريدونو سره مخامخ کړی چې د دغه ښار په شمال او جنوب کې د درنو چاودنو اوازونه اوريدل شوي او په وروستۍ موده کې هلته د پوځي عملياتو پر مهال په دغه ښار کې د اوبو برابرول بيخی پری شوی. په دونسک کې د وسله والو په اند په همدې ورځ د اوکراين حکومتي پوځ په ختيځ کې د پوځي عملياتو په ترڅ کې کيمياوی وسلې کارولی چې سرتيريو د بمونو له چاودنې وروسته عجيب بويی احس کړی. دا دويم ځل دی چې د اوکراين په ختيځ کې د وسله والو په خوله کې حکومتي پوځ کيمياوی وسلې کارولې.

د پاملرنې وړ دی چې د اوکراين په ختيځ کې جګړې د روسيې او اوکراين پر سرحدی سيمې باندې اغيزه اچولې ده. د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لافروف په همدې ورځ يو ځل بيا له امريکا څخه غوښتنه وکړه چې د کيف پر مقاماتو فشار واچوي او د اوکراين په ختيځ کې پوځي عمليات پای ته ورسوي. هغه هيله څرګنده کړه چې د وروڼو تر منځ دغه جګړه دې ژر تر ژره ختم شي او د خبرو اترو بهير دې پيل شي. هغه وويل د اوکراين او روسيې تر منځ د سرحدی کښې په بله خوا کې جګړه روانه ده او څو پيښې رامنځته شوي چې توغندي د روسيې په خاوره کې لويدلی دی او د دې اجازه به ورنه کړي چې د روسيې په وړاندې پوځي عمليات تر سره شي. هغه وويل د روسيې په دننه کې موږ د پريکړه کولو حق لرو چې د روسيې د خلکو امنيت ساتنې لپاره اړين دی. د سيرګي لافروف د خبر له مخې روسيې پر ځان باندې د اوکراين په ختيځ کې د جګړې د اغيزو په هکله ډېر ناخوښ دی او د روسيې خاورو او خلکو امنيت ته د زيان رسونکو عملونو د مخه نيوي لپاره دا امکان شته چې روسيه به سخت غبرګون وښيي. نو ښايی چې د روسيې او اوکراين تر منځ په اړيکو کې بيا ترينګلتيا رامنځته شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای