CRI Online

په پاکستان کې د يو ښوونځي پرموټر د بريد له امله ٦ تنه ووژل شول

cri     (GMT+08:00) 2014-08-19 18:09:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکسان خبري رسنيو خبر ورکړ، چې د اګست د نولسمې نېټې په سهار د پاکستان په شمال ختيځ باجوړ ايجنسۍ د سالارزيوتنګي سيمه کې د ښوونځي يو موټر د سړک پر غاړه له يوې بمي چاودنې سره مخامخ شو چې له امله يې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او څو تنه ټپيان کړل.

په دې خبر کې راغلي چې دغه موټر ښوونځي ته د تګ په لاره کې و چې له بريد سره مخامخ شو، په مړو شويو کسانو کې دری ښځينه ښوونکې، دوه زده کوونکي او يو موټرچلونکی شامل دي.

د پوليسو په قول بمونه مخکې له مخکې د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي وو او د لېرې څخه ريموټ کنترول په وسيله ورته وچاودنه ورکړل شوې. د پېښې ځای د پوليسو له خوا بند شوی او اړونده پلټنه پيل شوې ده، ټول ټپيان شاو خوا روغتون ته ليږدول شوي دي.

تر اوسه پورې هيڅ ډلې د دې بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

(ژباړونکې:ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای