CRI Online

دا د انديښنې وړ ده چې نور هېوادونه به کرد سيمه ته وسلې برابرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-20 16:12:39
دا د انديښنې وړ ده چې نور هېوادونه به کرد سيمه ته وسلې برابرې کړي

په دې وروستيو ورځو کې د امريکايی پوځ د هوايي بريدونو تر مرستو لاندې د عراق د کردانو په سيمه کې د عراق او شام اسلامی هېواد په نوم له تندلارې ډلې سره د مبارزو حالات ښه شوي دي. کردانو ګام په ګام خاورې بيا تر لاسه کړې او تر اوسه يې د موصل اوبو بند بيا کنترول هم تر لاسه کړی. خو دا بيا خپله د انديښنې وړ ده چې ځيني هېوادونه غواړي د کرد سيمې ته وسلې برابرې کړي.

د روان کال په جون مياشت کې د عراق او شام اسلامی هېواد تندلارې ډلې په چټکۍ سره د عراق په شمال لويديځ کې زياتې خاوروې ونيولې، خو له دې مخکې چې دوی د کرد پر سيمې باندې بريد وکړی، نړيوالې ټولنې په تيره بيا امريکا او بريتانيا په دې چارو کې زياته لاس وهنه نه کوله او يوازی د هغوی د بريدونو او عملونو يې غندنه کوله او د عراق د نوي حکومت د جوړيدو چارو ته ډېره پاملرنه کوله.

ورپسی دغې تندلارې ډلې د کرد پر سيمې باندې بريد وکړ او د دغې سيمې مرکز اربيل يې له ګواښونو سره مخ کړ چې د بشري نوی بحران يې رامنځته کړ. له دې وروسته چې امريکايی پوځ پر دغې تندلارې ډلې هوايي بريدونه پيل کړل، م م، د بريتانيا او فرانسی په شمول ځينو هېوادونو په دغه سيمه کې له کډوالو سره د مرستو کارونه پياوړي کړی دي. د کرد سيمې او د عراق مرکزي حکومت چې په خپلمنځ کې د سياسی لامل له امله زيات توپيرونه درلودل، بيا پوځي همکارۍ پيل کړې او په ګډه يې د عراق او شام اسلامی هېواد له تندلارې ډلې سره جګړه وکړه.

د عراق يو سياست پوه احمد الصدي وايي دی د دغې همکارۍ په هکله خوښ دی. (اواز)

د حکومت او کردانو تر منځ همکارۍ ډېره ښه ده او موږ د دغې همکارۍ په هکله ډېر خوشحاله يو. څرنګه چې په اوسنې خطرناک وخت کې دغې ډول همکارۍ ته اړتيا لېدل کيږي. زما په نظر د عراق د مرکزي حکومت او کرد سيمې حکومت په ګډه له تندلارې ډلې سره مبارزه کول يوه پر ځای پريکړه ده.

خو احمد وويل ښايی چې نوې مسئلې رامنځته شي چې ځيني هېوادونه د کرد له سيمې سره پوځي مرسته کوي. د ده په اند د بريتانيا او امريکا په هکله د بېلا بېلو مذهبونو له بی وزلو او بی کوره کډوالو سره مرسته کول پر ځای عمل او دوستي ده، خو دغې سيمې ته د وسلو برابرول به معقول کار نه وي. (اواز)

که د ايتاليا، امريکا او بريتانيا په شمول ځيني هېوادونه غواړي چې د کرد ځايي وسله والو ته پوځي تاسيسات او وسلې برابرې کړي، نو دوی بايد په همدې وخت کې د عراق له مرکزي حکومت سره هم مرسته وکړي. دا يوه سخته تيروتنه ده چې د دې هېواد يوې برخې ته پوځي وسلې ورکول کيږي، نو دوی بايد له مرکزي حکومت سره هم لازمې مرستې وکړي. په ځانګړې توګه امريکا او عراق يو لړ همکاريز تړونونه لري چې د امنيت ساتنې برخه هم په کې شامله ده.

په واقعی توګه د بغداد اوسيدونکي په دې ناخوښ دی چې امريکايی الوتکې د هوا له لارې د عراق له نورو ځايونو سره مرسته نه کوي او يوازی د کرد له سيمې سره د وسلو او نورې مرستې کوي. که د عراق د کرد سيمه زياتې وسلې تر لاسه کړي، دا امکان به زيات وي چې دغه سيمه خپلواکي اعلان کړي. هغه وويل(اواز)

کردانو تل هيله درلود چې يو خپلواک هېواد جوړ کړي، خو دوی اوس دغه توان نه لري. خو که دوی پوځي مرستې تر لاسه کړي، د دغه هيلې د پلی کېدو توان به يې پياوړی شي.

احمد وويل د کرد سيمه په خپله د ادارې ډېر حقونه لري، په واقعی توګه دوی د مرکزي حکومت ملاتړ ته اړتيا لري. د نورو ځواکونو په اند يوازی د کرد سيمې ته پوځي مرستې برابرول ډېر ناسم او خطرناک عمل دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای