خبريال د اګست په نولسمه نېټه د چين د منسوجاتو د صدور او توريد له ټولنې څخه خبر تر لاسه کړ چې د سږ کال له جنورۍ څخه تر جولای پورې،د چين د منسوجاتو او جامو عمومي صادراتي ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په نسبت پنځه اعشاريه دوه سلنه زيات شوی دی.د منسوجاتو د صدور عمومي ارزښت څلور اعشاريه څلور سلنه،د جامو د صدور عمومي ارزښت پنځه اعشاريه شپږ سلنه زيات شوی دی.
د سږ کال له جنورۍ څخه تر جون پورې،په چين کې د جامو د صدور عمومي ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په پرتله څلور اعشاريه يو سلنه زيات شوی.له جنورۍ څخه تر جون پورې اروپا او امريکا ته د جامو د صدور عمومي ارزښت د پروسږ کال د همدې مودې په مقايسه دوه سلنه او اوه اعشاره څلور سلنه زيات شوی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |