CRI Online

اسراييلو پر غزې انتقام اخيستونکي بريدونه وکړل

cri     (GMT+08:00) 2014-08-20 17:01:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اسراييلو  پوځ د اګست په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل اسراييلي پوځ په همدې ورځ پر غزې د دوو دورو بمباری وکړې چې پر اسراييلو د غزې د وسلوالو لخوا د توغندۍ توغولو ته يې ځواب ور کړ. د اړوند خبر له مخې، د دغو بمباريو له امله په غزه کې درې تنه مړه او څلوېښت تنه نور ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، څرنګه چې د فلسطين او اسراييلو ترمنځ توپيرونه ډېر دي، د دواړو خواوو تر منځ د دايمي اوربند په اړه خبرې اترې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. د فلسطين د پلاوی مسئول عظم الاحمد چې اوس د مصر په پلازمينه قاهره کې په خبرو اترو بوخت دی، د اګست په نولسمه نېټه وويل د دايمي اوربند په اړه خبرو اترو هېڅ پرمختګ نه دی موندلی. اوس اوضاع د نورې  ترينګليتيا په حال کې ده، فلسطين به د اسراييلو لخوا وړاندې شوې غوښتنې و نه مني. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای