د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چن ګانګ د اګست په شلمه نېټه د پاکستان د اوسنيو حالاتو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل، چې چين هيله لري چې د پاکستان اړوندې خواوې د هېواد او خلکو د اصلي ګټو له لحاظه په سوله ييزه توګه توپيرونه ليرې او حل کړي.
د اګست له څوارلسمې نېټې څخه په پاکستان کې د حکومت پرضد لاريونونه رامنځته روان دي. د اګست په شلمه نېټه د لاريون ډله د مهمو حکومتي څانګو او بهرنيو ديپلوماتيکو ودانيو ځايونو ته ننوتلې ده. په دې هکله ښاغلي چن ګانګ وويل، چې چين د پاکستان حالاتو ته لوړه پاملرنه کوي. د يو دوست ګاونډي هېواد په توګه چين هيله لري چې د پاکستان اړوندې خواوې د هېواد او خلکو د اصلي ګټو سره سم په سوله ييزه توګه توپيرونه ليرې کړي او د هېواد ثبات وساتي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |