CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د سياسي بيورو مرکزي کمېټې د دنګ شياو پينګ د زېږېدنې د يو سلو لسمې کاليزې د يادونې په مناسبت يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه

cri     (GMT+08:00) 2014-08-20 18:43:48

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د اګست د شلمې نېټې په سهار د خلکو په لوی تالار کې د دنګ شياو پينګ د زېږېدنې د يو سلو لسمې کاليزې د يادونې په مناسبت يوه مباحثوي غونډه جوړه کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې مشر شي جن پينګ په دې غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه.

رئيس شي په خپله وينا کې د چين د انقلاب، ابادۍ او اصلاحاتو لپاره د ښاغلي دنګ شاو پينګ عظيم او برجسته خدمتونه ياد کړل. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې ټينګه اراده د دنګ شياو پينګ ژوند غښتلی سياسي سيرت و او تل د چين د کمونېست ګوند د غړيو د روحيې په توګه پاتې شوې. له خلکو سره مينه د ښاغلي دنګ دروند احساس و او تل د چين د کمونېست ګوند غړيو د ځواک سرچينه هم ده. د ده په مشرۍ جوړ شوي د چين ځانګړيتوب لرونکی سوسياليزم او د دنګ شياو پينګ نظريې زموږ تر ټولو مهمې مفکورې او سياسي ميراث دي.

رئيس شي پر دې ټينګار وکړ چې د ښاغلي دنګ شياو پينګ د وفات له اولسو کلونو راهيسې نړيوال حالات ډېر پيچلي او د داخلي اصلاحاتو او پرمختګ دندې ډېرې درندې دي. د چين د کمونېست ګوند ټول غړي بايد يو لاس او اواز وي او د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو په مشري د نويو برياليتوبونو د تر لاسه کولو، د چين ځانګړيتوب لرونکي سوسياليزم د بشپړولو او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره لا ستر خدمتونه وکړي.

(ژباړونکې:ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای