د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د سره صليب نړيوالې ټولنې د اګست په ٢٠مه نېټه په ژنيو کې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د روانې مياشتې په ١٤مه نېټه د افغانستان د هرات ولايت په ادرسکن سيمه کې تښتول شوي ٥ کارکوونکي په همدې ورځ خوشي شوي دي.اوس د دوی روغتيايي حالت ښه دی او له خپلو خپلوانو سره يو ځای شوی .
د سره صليب نړيوالې ټولنې وويل چې په پر له پسې توګه به افغانانو ته مرستې برابرې کړي او له افغانانو څخه يې غوښتنه وکړه چې په دې سيمه کې د بشري مرستندويه کارکوونکو سره مرسته وکړي تر څو د دغې ټولنې د کارکوونکو امنيت وساتل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |