د سين هوا اژانس د خبر له مخې:په افغانستان کې د نړيوالو امنيتي ځواکونو د اګست په ٢٠مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې يو عسکر په همدې ورځ د کابل په ختيځ کې د بريد له امله ووژل شو.
د خبري رسنيو د خبر له مخې،نامعلومو وسله والو د همدې ورځې په سهار د کابل د هوايي ډګر په شاوخوا سيمه کې د چړې له لارې پر يو بهرني عسکر بريد وکړ او بيا د پېښې له ځای څخه وتښتېدل.
د عيني شاهدانو په قول وژل شوی عسکر د ناټو په پوځي موټر کې و او ښايي په افغانستان کې د ناټو ميشت عسکر وي.
تر اوسه پورې هېچا يا هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |