CRI Online

د اسرائيلو صدراعظم: پر له پسې به پر غزې پوځي بريدونه وکړو

cri     (GMT+08:00) 2014-08-21 09:29:44

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د اسرائيلو صدراعظم بنجامين نيتانياهو د اګست په ٢٠مه نېټه وويل چې اسرائيل به پر له پسې پر غزې پوځي بريدونه وکړي تر څو پر اسرائيلو د حماس بريدونه ختم شي.

نيتانياهو په تلويزيوني وينا کې وويل چې که حماس پر اسرائيلو د توغونديو بريد وکړي،اسرائيل به پر حماس څو چنده ځوابي بريدونه وکړي. هغه وويل چې اسرائيل به د هېواد ارامتيا د رامنځته کېدو لپاره ډېر کوښښ وکړي او له دې مخکې به له پوځي عملياتو څخه لاس وانه خلي.

يو اسرائيلي چارواکي په همدې ورځ وويل چې اسرائيلو د روانې مياشتې د ١٩مې نېټې په شپه د حماس د القسام جنګي ډلې د مشر محمد دېيف پر استوګنځی بريد وکړ. تر اوسه پورې د دېيف د مړينې په اړه هېڅ خبر نه دی خپور شوی.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای