CRI Online

د اردن پاچا له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې فلسطينيانو ته مرستې برابرې کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-21 09:38:56

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د اردن پاچا عبدالله دوهم بن حسن د اګست په ٢٠مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې فلسطينيانو ته مرستې برابرې کړي.

د اردن پاچاهۍ ماڼۍ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې عبدالله په همدې ورځ د فلسطين له ولسمشر محمود عباس سره وکتل.دواړو خواوو د غزې سيمې د اوضاعو په اړه د نظريو تبادله وکړه. عبدالله پر دې ټينګار وکړ چې دغه سيمه او نړيواله ټولنه بايد لاکوښښ وکړي تر څو پر غزې باندې د اسرائيلو تېری کوونکی عمليات ختم شي او د بشري مرستو او طبي تاسيساتو د برابرولو له لارې به فلسطينيانو ته مرستې ورکړي.هغه وويل چې اردن به په پر له پسې توګه فلسطينيانو ته اړينې طبي مرستې برابرې کړي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې عباس د کتنې په وخت کې عبدالله ته د مصر په مشرۍ د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د اوربند په اړه د خبرو اترو تازه پرمختګ په اړه معلومات ورکړل.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای