CRI Online

بان کيمون هرکلی وکړ چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو کارونو ستر پرمختګونه تر لاسه کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-21 09:53:22

د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د م م سرمنشي بان کيمون د اګست په ٢٠مه نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې هرکلی وکړ چې په سوريه کې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو کارونو ستر پرمختګونه تر لاسه کړي.

په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د سوريې د کيمياوي وسلو اومه توکي د کېپ رې په نوم د امريکا په بيړۍ کې له منځه وړل شوي دي، دا د سوريې د کيمياوي وسلو د پاکولو پروژو يو مهم برياليتوب دی.بان کيمون د سوريې د حکومت ستاينه وکړه او له سوريې څخه غوښتنه وکړه چې د دې پر بنسټ د کيمياوي وسلو د پوره له منځه وړلو لپاره کوښښ وکړي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د روانې مياشتې په ١٨مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د سوريې حکومت له خوا سپارل شوی ټولې کيمياوي وسلې په همدې ورځ له منځه وړل شوي دي. څو هېوادونو په دې ګډو دندو کې ګډون درلود چې د چين او روسيې پوځي بيړيو د بدرګه کولو دندې تر سره کړي دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای