د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې:د چين د کرهڼې وزارت د کرهڼيزو توليداتو د چمتو کولو ادارې مرستيال ليو مينګ ګوه د اګست په ٢٠مه نېټه د چين په هو نان ولايت کې وويل چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې د چين د کرهڼيزو توليداتو د چمتو کولو صنعت په ثابته توګه پرمختګ کړی او د لويو پيمانو لرونکو کرهڼيزو توليداتو د چمتو کولو صنعتي عايدات ٨٦٣١ مليارډو يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٠ سلنه زيات شوي دي.
له شمېرنې سره سم د ٢٠١٤ کال په لومړۍ نيمايي کې په چين کې د وريجو او اوړو د توليدولو لويو تصديو عايدات ٣٦ مليارډو او ٦ سوه مليونو يوانو ته رسېدلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ١٣ اعشاريه ١٢ سلنه زيات شوي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |