CRI Online

امريکا به په عراق کې د امريکايانو د امنيت د ساتنې لپاره لا زيات تدبيرونه ونيسي

cri     (GMT+08:00) 2014-08-21 10:44:47

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر باراک اوباما د اګست په شلمه نېټه د عراق د افراطي سازمانونو غندنه وکړه چې د امريکا يو خبريال يې وواژه او پر دې يې ټينګار وکړ چې امريکا به په عراق کې د امريکايانو د امنيت د ساتنې لپاره لا زيات تدبيرونه ونيسي.

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياند ماري هارف په همدې ورځ وويل،چې تر اوسه پورې دوولسو زرو بهرني وسله والو د عراق او سوريې په ګډون د منځني ختيځ په هېوادونو کې په ترهګريزو عملياتو کې ګډون وکړ چې پکې د اورپا،حتی د امريکا اتباع هم شامل دي.تر ټولو ناوړه شونتيا دا ده چې ښايي دغه ترهګر د امريکا په ځمکو کې تروريستي عمليات وکړي.موږ په دې اړه ډېر اندېښمن يو.

د م م د سرمنشي وياند ستيفان دوجاريک په همدې ورځ وويل،چې د م م سرمنشي بان کې مون د افراطي سازمانونو لخوا د امريکايي خبريال جامس فولي د وژل کيدو سخته غندنه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې مجرمينو ته دې سزا ورکړی شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای