د المان د بهرنيو چارو وزير فرانک والتير سدينمير د اګست په شلمه نېټه په برلين کې اعلان وکړ چې المان به له افراطي سازمانونو سره د مبارزې لپاره د عراق د کردي وسله والو ته وسلې برابر کړي.
د المان د دير سپيګيل (Der Spiegel) مجلې د اګست په شلمه نېټه خبر ورکړ چې صدراعظمې انګيلا ميرکيل د دفاع له وزير يورسولا وون دير ليان او د بهرنيو چارو له وزير فرانک والتير سره د عراق د کردي وسله والو ته د وسلو برابرولو په اړه سلا مشورې وکړې.يورسولا وون دير ليان وويل،چې المان به د وسلو د برابرولو په برخه کې د کردي وسله والو د اړتياوو په اړه جدي ارزونه وکړي او په راتلونکې اوونۍ کې به اړونده پرېکړه وکړي.
د بل خبر له مخې،د ايتاليا صدراعظم ماټيو رنزي په همدې ورځ له عراق څخه ليدنه وکړه او د عراق له څو مشرانو سره يې وکتل.له دې وروسته،رنزي به د کردي وسله والو ته د وسلو برابرولو په باب د کردي سيمې له مشر معصود برزاني سره هم خبرې اترې وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |