CRI Online

د مکسيکو نجلۍ له چين څخه ليدنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2014-08-23 20:47:49

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې جيني تاپيا چې د مکسيکو د ديموکراتيک ګوندد نړيوالو ارتباطو يوه کادره ده،د روان کال د جون مياشتې په منځنۍ لسيزه کې د اوو تنو لاتينی امريکايي هېوادونو له نولسو ځوانانو سره د لاتينی امريکا ګوندونو د ځوانو کادرانو په کورس کې د ګډون لپاره چې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د بهرنيو ارتباطو څانګې او د کمونېستي ځوانانو ټولنې له خوا په ګډه جوړ شوی دی،چين ته راغلې ده.تر څو د اتلسمې دورې ملي ولسي کانګرس د دريمې غونډې راهيسې د چين اصلاحاتو او د چين خوب په باب معلومات تر لاسه کړي.

دا لومړی ځل دی چې جيني له چين څخه ليدنه وکړه.د هغې لومړی تام ځای بېجينګ دی او بېجينګ ته تر رسيدو وروسته يې په بې صبري سره د چين په اړه معلومات تر لاسه کړي دي.په بېجينګ کې پر زده کړې سربېره هغې په فارغ وخت کې د بېجينګ ګوټ ګوټ له نژدې ليدلو او له چيني ځوانانو سره يې تنګ ټکور او خبری کولې او د چين په هکله يې ور څخه ځينی پوښتنې کولې.هغې وويل (اواز………..)پردې مې حيرانتيا وښودله چې کله چې له ځينو چيني ځوانانو سره د نظريو تبادله کوله،دوی ويلی و چې په چين کې پر خپل ژوند وياړي،ځکه چې د چين خلک په لنډه موده کې بی وزليتوب ليری کړ او اوس مهال چينی ماشومان د زده کړې فرصت لري او د ژوند لپاره نور ښه شرايط او پرمختيايي فرصتونه لري.د دې ترڅنګ دوی غواړي چې د خپل وطن زر کلن کلتور وساتي چې دا د ما لپاره ارزښتناک ټکی دی.يوازې په ښه توګه خپله ريښه وساتل شي، نو لازيات پرمختګونه به وموندل شي.برسيره پردې دوی پر بېجينګ اوپرا،خوراکونو ، موسيقي او ودانۍ هم ډېر وياړي چې دا د چين ډېرې مهمې برخې دي او خپل خوځنده ځواک هم ساتي .داسې ټول راباندې ژوره خطره پرېښودلې ده.

له بېجينګ څخه تر ليدنې وروسته جيني له خپلو ملګرو سره د چين په منځ کې د هو نان ولايت چانګ شا ښار ته لاړله او هلته يې د رئيس ما جه دونګ له ټاټوبی څخه ليدنه وکړه ،د نينګ شيا ولسوالۍ د جين جو علاقه دارۍ د ګون شان په نامه د استوګنې سيمې پرمختګ احساس کړ،له سيمه ييزو زده کوونکيو سره د نظريو تبادلې لپاره له هو نان پوهنتون او د جونګ نان په نامه د سروي او ډيزاين له څيړنيز انستيټيوټ څخه هم ليدنه وکړه.د ښکلي ګوان شان کلي د يادونې په ترڅ کې هغې وويل (اواز………)د کليوالو د شوق او ذوق د شتون له امله زمونږ ترمنځ د نظريو تبادلې د ژبو له خنډونو څخه وتلې دي .دوی کولی شي چې خپله اړيتاوې پوره کړي او خپل چاپيريال وساتي .دلته ښکلی عنعنوی ودانۍ زما خوښې دي چې خپلې ځانګړتياوې لري.

که څه هم د جيني د سفر وخت ډېر لنډ دی، خو لاهم يې هيله وښودله چې لازياتو ځايونو ته سفر وکړي ترڅو د چين په اړه لازيات معلومات تر لاسه کړي.په چين کې د هغې وروستی تمځای شانګهای دی.که څه هم يوازنۍ ورځ يې په دی ښار کې پاتی شوی، خو هغې ډېر وختي له خوب څخه پاچېدله او د شانګهای له اقتصادي او سوداګريز مرکز څخه يې ليدنه وکړه.هغې وويل (اواز………) که څه هم په شانګهای کې زما سفر لنډ دی ، خو په دې ښار کې ډېر امن احساسوم. په شانګهای کې د توليداتو ډولونه ډېر دي او ترانسپورتي شرايط هم ښه دي.شانګهای ته له سفر مخکې مې د مکسيکو پر مترو ډېر وياړلو،خو اوس دغه نظره بدله شوه، ځکه زما په اند د شانګهای مترو زما د هېواد د مترو په پرتله نور ښکلی دی.برسيره پردې جيني هم د شانګهای په پوتو سيمه کې د چانګ جنګ نومی د استوګنې سميې له کلتوري مرکز څخه هم ليدنه وکړه.په چين کې د جيني سفر ژر پای ته رسيدلی دی ، خو هغې وويل چې مکسيکو ته تر ستنېدو وروسته به لاهم له چين سره اړيکې ټينګې کړي او لازياتو وطنوالو ته د چين په اړه معلومات وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای