روان کال د دويمې نړيوالې جګړې په وخت کې د جاپان د تسليم له نهه شپېتمې کاليزې سره برابر دی او د چين ولسي سازمان لومړی ځل له جاپان څخه پر چين باندی د تيريو په موده کې د جاپان له خوا د لوټ شويو تاريخی اثارو د بيرته تر لاسه کولو غوښتنه وکړه.
د اګست پنځلسمه نېټه د دويمې نړيوالې جګړې د جاپان د تسليميدو له نهه شپېتمې کاليزې سره برابره وه. جاپان څو ځله پر چين باندی د تحمل شوي تيري کوونکو جګړو په ترڅ کې د چين په مليونه ارزښتناک تاريخی اثار لوټ کړي وو. په دې وروستيو ورځو کې د چين ولسي سازمان لومړی ځل د جاپان له امپراتوری ماڼۍ څخه د هغې تالا شوي يوې ډبرې د بيرته تر لاسه کولو غوښتنه وکړه چې د تانګ په امپراتوری لړۍ کې د هېواد د ځمکې د ساحې په هکله مالومات ورباندی حکاکي شوي دي . دغه ډبره په اووه سوه او ديارلسم کال کې يعنی يو زرو درې سوه کاله مخکې په اوسني لاو نين ولايت کې ايښودل شوې وه، د تاريخي سند له مخې په هغه وخت کې د تانګ امپراتور شيوان ځونګ يو چارواکي چې څوی سين نومېده ، له پلازمينې چانګ ان ښار څخه د اوسني ليانګ نين ولايت ختيځې سيمې ته وليږه او د مو هه قبيلې مشر د بو های سيمې مشر په توګه د موهه قبيلې مشرد ټاکنې مراسمو مشری يې وکړه. د دوهم کال په دوبي کې څوی سين د خپلې دندې له بشپړولو وروسته چانګ ان ته د ستنېدو په لاره کې د دې ټاکنې د يادونې لپاره د يو غره په بيخ کې دوه څاګانې وکيندلې او د څاګانو په اړخ يې يوه غټه ډبره ودروله او ورباندی يې د يادې ټاکنې په هکله مالومات حکاکی کړل. دغه غټه ډبره نهه ټنه وزن او څه دپاسه لس معکب متره لری.
په ١٩٠٨ کال کې دغه ډبره د جاپاني پوځ لخوا له روسيې سره د جګړې د برياليتوب له امله د جنګي غنيمت په توګه تالا کړه چې تر اوسه يې د جاپان په امپراتوری ماڼۍ کې درول شوې ده.
لږه موده مخکې د چين ولسي سازمان له جاپان څخه د جنګي تاوانونو اخيستلو ګډې ټولنې په چين کې د جاپاني سفارت له لارې د دغه هېواد امپوراتور اکيهيتو او حکومت ته پيغام واستاوه او له جاپان څخه يې غوښتنه وکړه چې ياده ډبره بيرته چين ته ورکړي. د دې ټولنې مشر تونګ ځنګ وويل ولسي سازمان يوازی مخکښ رول لوبوي. (اواز)
موږ يوازی لومړی ګام اوچت کړی او دا ځل د تاريخی توکي بيرته لاس ته راوړل په واقعی توګه د چينی ملت يوه ناره ده او د نړيوال اخلاق او عدالت او له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د جوړ شوي نړيوال ميکانيزم ساتنه هم ده. هر چينايی به حتما وپاڅيږي او له جاپان څخه به د خپل هېواد د تاريخی اثارو او توکو د بيرته لاس ته راوړلو غوښتنه وکړي.
د تاريخی اثارو کارپوه او د چين د سياست او قانون پوهنتون په اړه د نړيوالو قوانينو پوهنځي د مرستيال هو جنګ شين په وينا د قانون له لحاظه اوس دا شونتيا کمه ده چې جاپان تالا شوي چيني تاريخی اثار بيرته چين ته ورکړي. ځکه هغه قانون او اصول چې جاپان دې پر چين باندي د تيريو په موده کې لوټ شوي چينی اثار بيرته چين ته ورکړي. تر اوسه د تاريخی اثارو د بيرته ورکولو په هکله درې نړيوال تړونونه شتون لري، خو دغه درې تړونونه د چين او جاپان تر منځ د جګړی د پای ته رسيدو يعنی له ١٩٤٥ کال څڅه وروسته لاسليک شوي دي، نو د قانون له مخې مناسب تړون نه شته.
خو دا مانا نه ده چې د جګړی له امله ټول ورک شوی تاريخی اثار بيا تر لاسه نه شی کېدای، ځينو هېوادونو ، مثلا جرمني په ځانګړې توګه د تاريخی اثارو د بيرته ورکولو په اړه قانون او له نورو هېوادونو سره اړونده تړونونه لاسليک کړي دي. ښاغلي هو جنګ شين وويل (اواز)
جرمني له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپايی ټولنې او م م له لارې بيرته نورو هېوادونو ته د نازيزم په موده کې ددوي لخوا لوټ شويو تاريخی اثارو د ورکولو په هکله نړيوال تړونونه لاسليک کړيدي. نو جرمني په سيستماتيک ډول نورو هېوادونو ته خپل لوټ شوي تاريخی اثار بيرته ورکړيدي. د جرمني دغه کړنه د جاپان لپاره يوه ښه نمونه ده.
د نابشپړې شميرنې له مخې د ټولې نړۍ د اووه څلويښتو هېوادونو په څه دپاسه دوو سوو موزيمونو کې له يو مليون څخه زيات قيمتي چيني تاريخی شيان ساتل شوي دي چې زياتره يې ډېر غوره توکي دي.
0820wenhua
|
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |