CRI Online

په چين کې د اوبو لاندی لرغون پيژندې پرمختيا

cri     (GMT+08:00) 2014-08-26 20:49:09

په چين کې د اوبو لاندی لرغون پيژندې پرمختيا

محترمو اورېدونکو ، د چين د خلکو په ورځپاڼه کې تازه د چين د ملي موزيم د مرستيال ښاغلي جانګ وي لخوا ليکل شوې ليکنه خپره شوه چې عنوان يې و په چين کې د اوبو لاندي لرغون پيژندنې پرمختيا ، د پروګرام په دې لړ کې به ددې ليکنې لنډيز واورئ .

ټولو ته مالومه ده چې چين داسی لرغونی هېواد دی چې پنځه زره کلن متمدن تاريخ لری ، خو دا هم د يادولو وړ ده چې چين يو لوی سمندري هېواد هم دی او اتلس زره او څلور سوه کيلومتره سمندري پولې او د درېو مليونو مربع کيلومترو په پراخوالي سمندرونه او سيندونه لری ، له دې امله چې د ورېښمو د سمندري لارې په پرانستلو سره تر اوبو لاندی غني کولتوري مېراثونه د راتلونکو نسلونو لپاره پاتي شوي دي چې دغه ميراثونه د چين د کولتوري ميراثونو يوه مهمه برخه ده او د اوبو لاندی د لرغون پيژوندونکو چارو د پيل مخکينی شرط هم دی.

د اوبو لاندی لرغون پيژندنه د لرغون پيژندنې يوه فرعي څانګه ده . دغه ساينس چې په 1535 کال کې د ايتاليا د نيمي په جهيل کې يوه ډوبه شوې بيړۍ پيدا شوه ، پيل شو او د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې دغه لرغون پيژندنه په چين کې نه وه ، له دې امله چې په 1985کال کې يو انګريز چې ميچيل هاچي نوميږي ، د چين په جنوبي سمندر کې ډيرې لرغونۍ چيني کاسې او لوښې موندلې او په دوهم کال کې يې دغه غلا شوي قيمتي کاسې او لوښې په اموستردام کې ليلام کړې چې په پايله کې د نړۍ د لرغون پيژندونکې ټولنې د سختې کرکې او نفرت سبب ګرځېدلی دی ، نو د چين حکومت په همدې کال کې د اوبو لاندی د لرغون پيژندونکو چارو د پرمختيا پرېکړه وکړه او يو کال وروسته يې د چين په تاريخي موزيم کې د اوبو لاندی لرغون پيژندنې څيړنيزه څانګه جوړه کړه، ورپسې د پنځو روزنيزو کورسونو په جوړولو سره له سلو نه زيات خاص لرغون پيژندونکي روزل شوي چې څه باندی لس تنو يې د شپېتو مترو په ژوروالي اوبو کې د لامبو وهلو توان خپل کړ . د شلو کلونو د زيارونو له برکته چيني لرغون پيژندونکو د چين په څلورو سمندرونو کې يو شمير ډوبې شوې بيړۍ وموندلې او ډيرې چيني کاسې او قديمي شيان يې لاس ته راوړل .

له اوبو څخه د موندل شويو توکو ښه ساتنه ډير مهم کار دی ځکه چې دغه توکي له اوبو څخه تر ايستلو وروسته د چاپيريال د بيړني بدلون له کبله ژر خرابيږي .برسيره پردې د ايستل شويو توکو د طولاني ساتنې او ترميم کارونه هم د وروستيو څيړنو يوه مهمه کړۍ هم ده .

که څه هم په چين کې د اوبو لاندی لرغون پيژندنې په ساحه کې عصري تجهيزات کارول شوي او د ليدو وړ لاسته راوړنې تر ګوتو شوي ، خو سخت چلينج هم په مخکې موجود دی. مثلا د پراخو سمندري ساحو په پرتله په چين کې د اوبو لاندی لرغون پيژندونکي ډېر کم دي، د اوبو لاندی د پاتو شويو شيانو د ساتلو په برخه کې نسبتأ زياتې ستونزې موجودې دي چې له امله يې ډير شيان تر بېلا بېلې اندازې پورې په طبيعي يا مصنوعي توګه ويجاړ شوي ، حتی ځينې يې بيخي وران شوي دي ، نو ډيره لازمه ده چې د اوبو لاندی د کولتوري ميراثونو ساتنه او اداره بايد نور هم پياوړې شی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای