CRI Online

د امريکا له خوا د اسلامي هيواد په نوم پر تندلارې ډلې هوايي بريدونو څوک ته ګټې رسولې ؟

cri     (GMT+08:00) 2014-08-28 16:18:22


د چين نړيوالې راډيو درنو اورېدونکو! د اګست په يوويشتمه نېټه د امريکا ولسمشر باراک اوباما د يو امريکايي خبريال د وژل کېدو په مناسبت د تسليت څرګندولو په وينا کې د سرطان خطرناکې ناروغۍ په توګه د اسلامي هيواد په نوم تندلارې ډله ياده کړه او و يې ويل، چې دغه ډله به په پای کې له منځه يوړل شي. له دې مخکې اوباما د روانې مياشتې په اوومه نېټه امريکايي پوځونو ته صلاحيت ورکړ چې په ټاکلي ځايونو کې د اسلامي هېواد په نوم د عراق پر افراطي وسلوالې ډلې هوايي بريدونه وکړي. که څه هم په تېرو څو اوونيو کې بريدونه د کرديانو د ځمکنيو پوځونو په همغږۍ د کاميابۍ پر لوري تللي دي، خو دغه هوايي بريدونه د ټولو عراقيانو له خوا نه دي منل شوي.

په تېرو څو اوونيو کې د امريکايي الوتکو له خوا د اسلامي هېواد په نوم پر افراطي وسلوالې ډلې د بريدونو په هکله خبرونه کله نا کله خپاره شوي دي. ټول هوايي بريدونه له دې وروسته وشول چې افراطي ډلې کردي سيمې ته ننوتلې او مرکز اربيل يې له خطر سره مخ کړی و، له دې امله ګڼ شمېر د يزدي مذهب پيرويان او عيسويان د زور او جبر له امله تښتې ته اړ شول. دا حقيقت دی چې د امريکايي پوځونو او نړيوالې ټولنې د مرستو له امله د کلابندو عامو خلکو بحران ارام شوی او له لا لويو وژنو څخه ډډه شوې ده. خو د ځينو عراقيانو په اند له دې مخکې په نږدې دوو مياشتو کې د افراطي ډلې له خوا د عراقيانو د وژل کېدو ډېرې پېښې رامنځته شوې وې، خو امريکا پر وخت لاس ور نه کړ، دغه ناسمه رويه د دوی لپاره د منلو وړ نه ده. د حمزا په نوم د بغداد ښار يو اوسيدونکي وويل چې امريکا يوازې غواړي له کردي پوځونو سره مرستې وکړي، خو د نورو ځايونو د عراقيانو ژوند په اړه بې تفاوته پاتې ده.

(( دوی بايد له ټولو عراقيانو سره مرستې وکړي، نه يوازې له شمالي برخې سره. دوی غواړي چې دلته يوه دنده تر سره کړي، بايد د دې هېواد د نورو برخو د هيلو مراعات او درناوی هم وکړي. ))

د امريکا هوايي بريدونه به په اخيره کې وکولی شي چې افراطي وسلوال وشړي او يا له منځه يوسي؟ زيات عراقيان په دې هکله شک لري، حتی د زياتو کسانو په اند د مرستو تر شا د امريکا رښتينې موخه د شک وړ ده. د علي په نوم د بغداد د يو ځوان خبره د ځينو عراقيانو د زړونو اواز دی.

(( که د دوی په هوايي بريدونو کې يوه وروستۍ موخه پر ځای نه کړي، نو هوايي بريدونه به په رښتينې توګه اغيزمن نه وي. امريکايان يوازې د کردي سيمې د ساتلو لپاره کار کوي، ځکه چې دوی په دې ځای کې خپلې ګټې لري. ))

د علي په خبره کې يادې شوې د امريکا ((خپلې ګټې)) له دوو برخو څخه جوړيږي: لومړی، امريکا د کرد په مرکز اربيل کې قونسلګرۍ لري، دغه راز زيات امريکايي ديپلوماتان او پوځي کسان په دې ځای کې ميشت دي. دوهم، په دې ځای کې د نفتو غني سرچينې شتون لري، تل د زياتو اروپايي او امريکايي نفتي تصديو لپاره د ګټې ځای دی. امريکا د خليج جګړې له پيل مخکې او د جګړې په مهال کې د صدام له حکومت سره د مبارزې لپاره په ځواکمنه توګه له کرديانو سره مرستې کړې وې. پر عراق د اسلامي هېواد په نوم د وسلوالې ډلې د بريدونو په پيل کې د عراق صدراعظم مالکي بيا بيا له امريکا څخه د مرستې غوښتنې کړې، خو سپينې ماڼۍ ورته مثبت ځواب ور نه کړ، خو په کردي سيمه کې د بحران له پېښېدو وروسته امريکايي الوتکې سمدلاسه راغلې.

د ځينو عراقي کارپوهانو په اند د امريکا دغه عمل چې يوازې له ځانګړي قوم سره پوځي مرستې کوي، د دې هېواد د نوي بحران ټکی دی. د بغداد د سياست څېړونکي احمد وويل:

(( که امريکا، بريټانيا او نور هېوادونه غواړي چې د کرد ځايي وسلوالو ته پوځي سامان الات ورکړي، دوی بايد په عين وخت کې د عراق له مرکزي حکومت سره هم مرسته وکړي. ځکه چې په يو هېواد کې د يوې برخې د وسله وال کولو تر څنګ او پر نورو برخو د سترګو پټول سخته غلطي ده. په تيره بيا امريکا له عراق سره د امنيت د ساتلو په شمول يو لړ همکاريز تړونونه لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای