CRI Online

د نانجينګ د ځوانانو اولمپيک لوبې پای ته ورسيدې

cri     (GMT+08:00) 2014-08-29 16:50:00
د نانجينګ د ځوانانو اولمپيک لوبې پای ته ورسيدې

د دويمې دورې د ځوانانو دوبنې اولمپيک لوبې د اګست په اته ويشتمه نېټه په نانجينګ ښار کې پای ته ورسيدې. د چين صدراعظم لي که چيانګ د دغو لوبو د پای په مراسمو کې ګډون درلود، د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې رئيس توماس باچ يوه وينا وکړه او د دغو لوبو د پای ته رسيدو يې اعلان وکړ. ( د توماس باچ اواز)

زه غواړم چې د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د دوه سوه او څلورو غړيو په استازيتوب له نانجينګ او چين څخه مننه څرګندوم! اوس د پای شيبی دی او زه اعلان کوم چې د ٢٠١٤ کال د نانجينګ د ځوانانو دوبنې اولمپيک لوبې پای ته رسيږې!

د دغو لوبو د پای په مراسمو کې هم په ځانګړې توګه لوبغاړو او داوطلبانو ته د اوبو ورکولو فعاليت تر تيب شوی دی. (اواز)

په نان جينګ کې عمومأ شل زره تنو داوطلبانو د دغو لوبو او يو لکه تنو داوطلبانو د ټول ښار په اړوندو داوطلبی خدمتونو کې ګډون کړيدي. ښاغلي توماس باچ مخکې په بېلا بېلو ځايونو کې ويلی چې د ځوانانو د اولمپيک لوبو د تر سره کولو لپاره د نان جينګ ښار په هراړخيزه توګه چارې تر سره کړې او په دغو لوبو کې برخوالو ځوانانو لوبغاړو هم زياتې ګټورې تجربې لاس ته راوړې دي. (اواز)

د چين د لامبو وهلو لوبغاړي شن دو د ګردې کرې د دوه سوه او څلورو هېوادونو او سيمو د نږدی دری زره او اته سوو لوبغاړيو په استازيتوب راتلونکې ته ژمنه وکړه چې د سپورټ له لارې به يوه ښکلې او سوله ييزه نړۍ جوړه کړي. د دې دورې د ځوانانو په اولمپيک لوبو کې نه يوازې په اته ويشتو لويو سياليو کې د ځوانو لوبغاړو لوړې سويې څرګندې شوې، بلکې د تابيعتونو او جنسونو په ګډولو سره د ځينو سياليو او بېلا بېلو کلتوري فعاليتونو له لارې د انسانانو تر منځ د تګ راتګ په ترڅ کې د سپورټ ځواکونه ښودل شويدي.

د يادولو وړ ده چې د چين د لوبغاړو پلاوي څه دپاسه يو سل او شلو لوبغاړو په فعاله توګه په بېلا بېلو سياليو کې ګډون کړی او د ښځينه فوټبال، جمناستيک، لامبو وهلو، ټنيس او پينګ پانګ او بدمينتون په شمول سياليو کې يې غښتلي موافقيتونه تر لاسه کړيدي. امکان شته چې په راتلونکې کې به دوی د اولمپيک لوبو په ډګرونو کې رامنځته شي. (اواز:سندره)

د دغو اولمپيک لوبو د پای په مراسمو کې هنرې نندارې هم د ځوانانو له فعاليتوب او راتلونکې څخه ښکارېږي. څو تنو چيني ځوانو سندرغاړو خوندې سندرې ويلې چې د چين په تيره بيا د نان جينګ ښار تاريخ او هم د عصری بڼې څرګندې شوې. (موسيقې)

د راتلونکې دورې د ځوانانو اولمپيک لوبې به د ارجنتاين په بوينس ايرس کې تر سره شي او د دغو لوبو د تبليغاتو لنډ ويډيو هم خپور شوی چې ټولې نړۍ ته د ځوانانو د اولمپيک لوبو د راتلونکې بڼه ښودلې ده. د ارجنتاين د فوټبال مشهور ستوري ميسي د ويډيو له لارې نړيوالو ځوانانو ته بلنه ورکړې ده. (د ويډيو اواز)

توماس باچ د دغو لوبو د پای په مراسمو کې ټولو ته بلنه ورکړې چې د ټليفون له لارې د ځان په شاو خوا کې ملګرو ته عکسونه واخلي او د دغو لوبو د پای شيبې يادونې وکړي. د اولمپيک لوبو د نړيوالې کميټې د ازمويښتي لوبې په توګه د نان جينګ د اولمپيک لوبو ډېر برياليتوبونه تر لاسه کړيدي، مثلأ دوه سوه مليونه چينايانو د دغو لوبو پرانيستونکی مراسم کتلی او په ټوله نړۍ کې دېرش سلنې کسانو د ځوانانو د اولمپيک لوبو په هکله مالومات لاس ته راوړي دي.

(د اولمپيک لوبو سندره)

د ځوانانو د اولمپيک لوبو د مضمون سندره راتلونکې ته رڼا ورکول دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای