CRI Online

د افغانستان په لويديځ کې  په يو ترافيکي پيښه کې لږ تر لږه درويشت تنه مړه شوي دي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-01 15:05:44
د افغانستان په لويديځ کې د يو ترافيکي پيښې له امله لږ تر لږه درويشت تنه وژل شوي دي

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د افغانستان اړوند مامور د اګست په ٣١مه نېټه وويل د افغانستان په لويديځ د هرات په ولايت کې په همدې ورځ د يو باروړونکی موټر او باس تر منځ د ټکر پيښه کې لږ تر لږه ٢٣ تنه مړه او ٤تنه نور ټپيان شوي دي.

د هرات ولايت والي سيد فاضل الله واحدي وويل يو باس په همدې ورځ سهار د دغه ولايت پر يو چټک سړک باندې له يو باروړونکي موټر سره مخامخ ټکر وکړ چې له امله يې لږ تر لږه ٢٣ تنه وژل او ٤تنه نور ټپيان شوي دي. ژغورونکي  دغه ځای ته ورسيد او ټپيان اوس په روغتون کې تر درملنې لاندی دی.

ترافيکې پيښې په افغانستان کې کله نا کله رامنځته کېږي. د افغانستان مامور دا نظر لري چې د سړکونو د بد کيفيت او د موټر چلوونکو بی احتياطي لارې د ترافيکو پيښو د رامنځته کيدو عمده لاملونه دي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای