CRI Online

د پاکستان پوليسو د حکومت پر ضد د لاريون کوونکو شړلو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکارولو.

cri     (GMT+08:00) 2014-09-01 15:52:39

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د دوشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې، پوليسو د مذ هبي مشر طاهرالقادري او سياسي مشر عمران خان په سلګونو ملاتړو د شړلو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز وکارولو، کومو چې يو کانتينر وسوځولو اوغوښتل يې چې د لومړي وزيرکورپر لورحرکت وکړي.

لاريونکوونکو چې په لاسونو کې يې لښتې او ډانګي و، پرپوليسو او نورو امنيتي چارواکو د کاڼو ګزارونه وکړل او د وړاندې تګ کوښښ يي وکړ. دوی د ستر ولسي سکرتريت داخلي دروازه وسوځوله، چې په کې د وزيرانو دفترونه هم شتون لري او د سکرتريت په لورعالي سړک يې ونيولو. په دغه سيمه کې نورې مهمې وانۍ هم موقعيت لري، لکه د دولتي تلويزيون ودانۍ او داسې نورې.

دغه نښتې هغه وخت رامنځته شوې، کله چې سهار وخت سرکاري چارواکي خپلو دفترونو ته تلل. د کشالو له امله، د عامو وګړيو ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.

د مذهبي مشر طاهرالقادري او د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان ملاتړي غواړي چې د لوی وزير د کور پر وړاندې، کښيني، خو امنيتي ځواکونو د دوۍ دغه هڅه لا تر اوسه شنډه کړي ده. دواړه مشران د لومړي وزيرنوازشريف د دندې څخه استعفا غواړي او د اګست مياشتې د څوارلسمې نيڼې څخه يې د حکومت پرضد احتجاج پيل کړی دی(غني).

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای