CRI Online

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د لاريون کوونکو او پوليسو تر منځ د شخړو له امله درې تنه مړه او پنځه سوه تنه ټپيان شول

cri     (GMT+08:00) 2014-09-01 16:13:40

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې لاريون کوونکو د اګست د دېرشمې نېټې له شپې څخه د يودېرشمې نېټې تر سهار وختي پورې له پوليسو سره په شخړو کې و. د پاکستان حکومت په قول، د دې شخړو له امله درې تنه مړه او پنځه سوه تنه نور ټپيان شوي دي.

(اواز) د دېرشمې نېټې په شپه د پاکستان د عوامي تحريک ګوند او د تحريک انصاف ګوند پنځه ويشت زرو لاريون کوونکو د بندو شويو لارو په زور پرانيستلو سره د صدراعظمۍ ماڼۍ ته ننوتل او له امنيتي کارکوونکو سره يې شخړې وکړې. پوليسو د کوتکو، د اوښکې بهوونکي ګاز او د ربړي ګوليو په وسيله لاريون کوونکي وشړل، خو لاريون کوونکو له صدراعظمۍ ماڼۍ څخه وتل نه منل. دغې شخړې د يودېرشمې نېټې تر سهار پورې دوام درلود، تر اوسه پورې څه نا څه پنځه سوه تنه لاريون کوونکي د پوليسو لخوا نيول شوي دي.

د اګست په يودېرشمه نېټه د تحريک انصاف ګوند اعلان وکړ چې يو غړی يې په دغو شخړو کې وژل شوی، او د عوامي تحريک ګوند مشر طاهر القادري وويل اوه تنه غړي يې وژل شوي. هغه وويل:

(( د لاريون کولو له اوولسو ورځو وروسته موږ پرېکړه وکړه چې د صدراعظمۍ ماڼۍ د دروازې په وړاندې په سوله ييزه توګه خپل لاريون وکړو، دغه عمل په بريټانيا، امريکا او فرانسه کې ولسواکۍ ته ژمن په ټولو هېوادونو کې منل کېږي. په تېرو اوولسو ورځو کې موږ هېڅ د زور زياتي کړه وړه نه دي کړي او زموږ په ډله کې هېڅوک له ځان سره وسله نه لري. خو حکومت زموږ په وړاندې د زور زياتي لاره غوره کړې ده. ))

اوس ټپيان د اسلام اباد دوو روغتونونو ته ليږدول شول. د پاکستان د طبي چارو د څېړنيزې ادارې مسئول جواد اکرم وويل، د دوی روغتون دوه سوه ټپيان منلي چې پکې ښځې، ماشومان، پوليس او خبريالان شامل دي. زياتره ټپيان د اوښکې بهوونکي ګاز له امله د سالنډۍ او تنفس له ستونزې سره مخ شوي.

د اګست په يودېرشمه نېټه د عوامي تحريک ګوند او د تحريک انصاف ګوند له خپلو غړيو څخه غوښتنه وکړه چې په ټول هېواد کې لاريونونه ترسره کړي. د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان له خپلو ملاتړ کوونکو څخه وغوښتل چې په ټول هېواد کې په دوامداره توګه لاريونونه ترسره کړي. عمران خان وويل، له اوسني صدراعظم نواز شريف څخه د استعفا کولو له غوښتنې به تېر نه شي. عمران خان څو ورځې مخکې پر مسلم ليګ ګوند نيوکه وکړه چې د تېر کال په ټاکنو کې يې پلويانو تقلب کړی و. هغه له نواز شريف څخه وغوښتل چې د صدراعظمۍ له دندې استعفا وکړي او ټاکنې دې بيا ترسره شي.

خو د لاريون کولو په بهير کې د مخالفينو په دننه کې هم اختلاف نښې ښکاره شوي. د اګست په يودېرشمه نېټه عمران خان اعلان وکړ چې د تحريک انصاف ګوند رئيس جاواد هاشمي او درې تنه پارلماني غړي له دې ګوند څخه ايستل شوي دي، څرنګه چې دغه څلورو تنو د اګست په دېرشمه نېټه د صدراعظمۍ ماڼۍ ته د ورتګ په لاريون کې ګډون نه و کړی. جواد هاشمي وويل دغه پرېکړه د تحريک انصاف ګوند د مشرتابه لخوا نه ده شوې، دا د عمران خان شخصي حکم و. هاشمي له دې عمل سره مخالفت وکړ، ځکه چې دا به د خونړۍ پېښې او سختې نتيجې د رامنځته کېدو سبب شي.

د اګست د يودېرشمې نېټې په شپه، د پاکستان پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره په پاکستان کې سياسي بحران او د اوضاعو ترينګلتيا ته پاملرنه وښودله او و يې ويل چې د نظامي عملياتو په غوره کولو سره ښايي اوسنۍ مسئله نوره هم سخته شي. پاکستاني پوځ پر دې ټينګار وکړ چې اوسنی بحران بايد د سياسي لارې په وسيله حل شي او هېڅ د زور زياتي کړه وړه دې نه ترسره کېږي. پاکستاني پوځ به د هېواد خونديتوب او ملي ګټو د ساتلو لپاره کوښښ وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای