د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چن ګانګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه د پاکستان د حالاتو په اړه هيله څرګنده کړه چې اړوندې خواوې د خبرو اترو له لارې مسئله حل کړي.
نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين د پاکستان حالاتو ته لوړه پاملرنه کوي. د ښه ګاونډي په توګه موږ هيله لرو چې د پاکستان اړوندې خواوې د هېواد او خلکو د اصلي ګټو له لحاظه د سلامشورو او خبرو اترو له لارې مسئله حل کړي او په ګډه سره دولت ثبات وساتي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |