CRI Online

د اوکراين دفاع وزير : د روسيې پر ضد دفاعي کارونه دې سمدلاسه پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-02 10:01:29

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د اوکراين د دفاع وزير واليري ګيليتي ﻻ سپتمبر په لومړۍ نېټه وويل، چې د ترهګرو له لاسونو څخه د اوکراين د ختيځې برخې د ژغورنې عمليات ختم شوي.د روسيې پر ضد دفاعي کارونه دې سمدلاسه پيل شي.

هغه په همدې ورځ په خپله facebook پاڼه کې ويلي،له دې امله چې اوکراين په غير رسمي جنګ کې روسيې ته ماتې ورکړه،نور روسيې د لويې پيمانې ځواکونو د ليږلو له لارې د اوکراين پر ختيځې برخې يرغل کړی.برسيره پر دې،روسيې د اوکراين پر نورو ځمکو د يرغل نيت هم لري.

د اوکراين د امنيت او دفاع کمېسيون وياند اندري ليشنکو هم په همدې ورځ وويل،چې د سپتمبر د لومړۍ نېټې تر سهار د روسيې د هغو عسکرو شمير چې د اوکراين د ختيځ په جنګ کې ګډون کړی دی،يو زر او شپږو سوو ته رسيږي.

روسيې ياد تور رد کړی.

د دې تر څنګ،د اوکراين مسئلې په اړه د درېيو خواوو غونډه د سپتمبر په لومړۍ نېټه د بلاروسيې په مينسک کې تر سره شوه.خو له غونډې وروسته،اړوندو خواوو د مسئلې د حل په اړه هيڅ مالومات ور نه کړل.له دې څخه څرګندېږي چې په دغه غونډه کې د اوکراين مسئلې د حل په اړه هيڅ برياليتوب لاس ته نه دی راغلی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای