CRI Online

راسموسن : د ناټو په سرمشريزه غونډه کې به د امنيتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د جنګ د چمتوالي پلان جوړ کړي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-02 10:45:54

د ناټو سرمنشي اندري فوګ راسموسن د سپتمبر په لومړۍ نېټه وويل، چې ناټو به په راتلونکې سرمشريزه غونډه کې د امنيتي ننګونو سره د مقابلې لپاره د جنګ د چمتوالي پلان جوړ کړي.

هغه په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل،د ناټو سرمشريزه غونډه به د روانې مياشتې په څلورمه نېټه د بريتانيا په ويلز کې تر سره شي.ناټو به په دې غونډه کې د امنيتي ننګونو سره د مقابلې توان د لا لوړېدو لپاره د جنګ د چمتوالي پلان جوړ کړي.

د معلوماتو له مخې،له امنيتي ننګونو سره د مقابلې په اړه د ناټو د ګړندي عملي ځواکونو توان به د دې پلان په رڼا کې په اغيزمن ډول لوړ شي.برسيره پر دې،يو داسې ټيم به هم جوړ شي چې په هر ځای او هر وخت کې پوځي عمليات کولی شي.د ناټو هوايي،سمندري او ځانګړي ځواکونه به د دې ټيم ملاتړ وکړي.د دې تر څنګ،ناټو به پوځي سامان الات،د لارښوونې او لوازمو سيسټم،د اطلاعاتو او پيشبينۍ سيسټم او دفاعي پلان ښه والي او اړوندې پوځي روزنې او تمرينونه پياوړي کړي.

راسموسن دا هم زياته کړه چې ناټو به د غړو هېوادونو څخه وغواړي چې په دفاعي چارو کې لا زياتې پيسې ولګوي او له اوکراين سره همکارۍ پياوړې کړي.په افغانستان کې د ناټو د پوځي عملياتو د ختمېدو په اړه خبرې اترې به هم په دې سرمشريزه غونډه کې تر سره شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای