CRI Online

بان کي مون د اسرائيلو له خوا د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د لويو خاورو د ملي کيدو په هکله انديښنه څرګنده کړه

cri     (GMT+08:00) 2014-09-02 11:05:41

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د م م سرمنشي بان کي مون د سپتمبر په لومړې نېټه د خپل وياند له لارې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د اسرائيلو له خوا د اردن سيند په لويديځه غاړه کې د لويو خاورو د ملي کيدو په هکله انديښنه څرګنده کړه او په همدې وخت يې له اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې د يهوديانو د استوګنځايونو له پراخيدو څخه لاس واخلي.

په اعلاميه کې ويل شوي چې د اسرائيلو حکومت د اګست په ٣١مه نېټه د اردن سيند په لويديځه غاړه کې بيتهليهيم ته نږدی د شاو خوا څلور سوه هکتارو خاورو د ملي کيدو اعلان وکړ، بان کي مون په دې هکله انديښنه څرګنده کړه. هغه وويل په زور سره د دغو لويو خاورو نيول ښايي چې د يهوديانو د استوګنځايونو د جوړيدو لپاره لاره جوړه کړي. م م څو څو ځله تکرار کړی چې د استوګنځايونو پراخيدل له نړيوال قانون سره سرغړونه ده او د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د مسلې د حلولو لپاره ګټه نه لري.

په اعلاميه کې ويل شوي بان کي مون له اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې د نړيوالې ټولنې بلنې ته غبرګون ورکړي او د يهوديانو د استوګنځايونو له جوړيدو څخه لاس واخلي، په نړيوالو قوانينو او د منځني ختيځ د مسلې په هکله د اړوندو څلورو خواوو تر منځ د نقشې مراعات وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای