CRI Online

د حکومت ضد لاريون کوونکو د پاکستان د دولتي ټلويزيون ودانۍ په وړاندې د وهلو او ماتولو په شمول د زور زياتي عمل وکړ او د پاکستان پوځ پر بې طرفۍ ټينګار کوي.

cri     (GMT+08:00) 2014-09-02 14:33:14

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سپتمبر په ١مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې د حکومت ضد لاريونونه او مظاهرې روانې وې. د اګست په ٣٠مه نېټه څه باندې پنځه ويشتو زرو لاريون کوونکو د صدراعظمۍ ماڼۍ د باندې له امنيت ساتونکو سره شخړه وکړه چې له امله يې درې تنه وژل شوي او له څلورو سوو نه زيات نور ټپيان دي. ورپسې د سپتمبر په ١مه نېټه لاريون کوونکو د پاکستان دولتي ټلويزيون ودانۍ ونيوه او د وهلو او ماتولو په شمول يې د زور زياتي عمل وکړ چې له امله يې د نيم ساعت لپاره ټلويزيوني پروګرامونه پرې شول. 

پر ځايي وخت د سپتمبر د ١مې نېټې د سهار په يوولسو بجو پنځو دقيقو لاريون کوونکو چې د پاکستان د تحريک انصاف ګوند او د عوامي تحريک ګوندپلويان وو، د دولتي ټلويزيوني ودانۍ ته ننوتل او تاسيساتو او ماشينه يې مات کړل. په يوولسو بجو پنځه ويشتو دقيقو ټلويزيوني پروګرامونه يې د نيم ساعت لپاره پرې شول. ورپسې لاريون کوونکو د دغې ودانۍ څو ځايونه ونيول. په عين وخت کې د پاکستان اردو او پوليسو دغه ځای ته سملاسي ورسېدل او لاريون کوونکي يې تيت او پرک کړل. لاريون کوونکو ته يې داسې وويل،

دا غلطي ده، چې تاسې دغه ځای ته ننوتل غواړئ. تاسو او ستاسو مشرانو ويلي وو چې سوله ييز لاريون کوو. خو اوس تاسې په دې ځای کې پاتې کېږئ او مانا يې دا ده چې تاسې او ستاسې مشران په خپله ژمنه عمل نه کوئ.

دغه راز د پاکستان مختلف ګوندونه د اوسني رکود د ماتولو لپاره هڅې کوي. د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د مشر سراج الحق په اند، کومه لانجه او کشاله چې شته د اساسي قانون په چوکاټ کې حل کېدای شي او د خلکو له هيلو او غوښتنو سره سم دې انتخابات وشي.

د پاکستان قانوني سيسټم د زياتو مبارزو په ترڅ کې رامنځته شوی دی، نو د اساسي قانون ساتل د ملت مسؤليت او د ټولو ګوندونو دنده هم ده. ټولو ته معلومه ده چې د يو هېواد امنيت په بې اتفاقۍ کې نه شي ساتل کېدای او نه هم يوازې د څو ارګانونو لخوا تر سره کېدای. خلک د امنيت رښتيني ساتونکي دي. نو د خلکو ګډ نيت او اميد بايد د پاملرنې وړ وي. موږ بايد د اوسنيو اوضاعو د ارامتيا او ښه والي لپاره مثبته او د روغې جوړې رويه ونيسو.

بر سېره پردې، په همدې ورځ د لاريون کوونکو په منځ کې داسې ګونګوسه هم خپره شوه چې د پاکستان د ځمکني پوځ لوی درستيز له نواز شريف څخه غوښتنه کړې چې له وظيفې څخه استعفا وکړي. د پاکستان د ملي دفاع وزير خواجه اصف دغه خبر رد کړ او ويې ويل، چې په اردو کې هيچا دغه خبره او غوښتنه نه ده کړې. دا بې بنسټه او ناوړه ګونګوسه ده. ده وويل،

دا بې بنسټه خبره ده او هيچا نه ده کړې. دا د يو شمېر کسانو لخوا ناوړه ګونګوسه ده او موخه يې دا ده چې د حکومت او اردو ترمنځ اړيکې پرې کړي. دا غلط عمل دی او دغه دسيسه د پاکستان يووالي او ثبات ته زيان ورسوي.

د دې ترڅنګ د پاکستان اردو د عامه اړيکو څانګې هم ياد خبر رد کړ او خبر يې ورکړ چې پوځ له هيڅ کومې خوا څخه ملاتړ نه کوي. د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې وويل، دغه خبره غلطه ده چې د پاکستان پوځ په پټه توګه د تحريک انصاف له ګوند او د عوامي تحريک له ګوند څخه ملاتړ کوي. اردو يو هغه ارګان دی چې په سياست کې مداخله، خو اردو د پاکستان له ډيموکراتيک پرمختګ څخه ملاتړ کوي. اردو نه غواړي په دغه شخړه کې ځان ښکېل کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای