CRI Online

د وريښمو لارې په اوږدو کې د هېوادونو او چين تر منځ د موټرو له لارې د ليږد راليږد چارې عملی شوی

cri     (GMT+08:00) 2014-09-02 15:38:28
د وريښمو لارې په اوږدو کې د هېوادونو او چين تر منځ د موټرو له لارې د ليږد راليږد چارې عملی شوی

د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د ترافيکي چارو او ليږد راليږد په اړه سرمشريزه غونډه د سپتمبر په دويمه نېټه د شينجيانګ په اروموچي ښار کې تر سره شوه. د چين د ترافيک او د ليږد راليږد چارو څانګې مشر يانګ چوان تانګ په غونډه کې وويل چين د وريښمو لارې په اوږدو کې له هېوادونو سره د موټرو له لارې د ليږد راليږد په اړه لس دوه اړخيز او سيمه ييز تړونونه لاسليک کړي چې د وريښمو لارې په اوږدو کې د هېوادونو او چين تر منځ د موټرو له لارې د ليږد راليږد چارې عملی شوی.

د چين او د اسيا او اروپا په څلورم نندارتون کې د يو فعاليت په توګه په همدې ورځ د منځنې اسيا پنځو هېوادونو، روسيې، المان او پولنډ په شمول د يوولسو هېوادونو د ترافيکي چارو وزيرانو، د وريښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي سيمې د اړوندو هېوادونو د حکومتونو مامورينو او د نړيوالو سامانونو او اړوندو کارپوهانو په غونډه کې ګډون درلود.

ښاغلي يانګ چوان تانګ وويل د چين حکمت په فعاله توګه په ترافيکي چارو کې د وريښمو لارې په اوږدو کې له هېوادونو سره همکارۍ او تګ راتګ پياوړی کوي او د لارو تر منځ تګ راتګ او د ليږد راليږد د اسانتياوې کيدل ته لومړيتوب ورکوي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای