د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ليبيا د ځانګړي ځواک وياند د سپتمبر په لومړۍ نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د بنغازي په ښار کې د ياد ځواک او مليشه عسکرو تر منځ نښته رامنځته شوه چې له امله يې د ياد ځواک لس تنه ووژل شول.
دغه وياند خبري رسنيو ته وويل،چې د انصار الشريعه په نوم افراطي ډلې په همدې ورځ د بنغازي ښار د بينينا هوايي ډګر د نيولو لپاره پر ځانګړي ځواک بريد وکړ.ځانګړي ځواک د ليبيا د هوايي ځواک په مرسته مليشه عسکرو بريد ته ماتې ورکړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |