CRI Online

بريټانيا له ترهګرو سره د مبارزې نوي تدبيرونه نيولي دي

cri     (GMT+08:00) 2014-09-02 17:12:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې،د بريټانيا لومړي وزير داويد کامرون د سپتمبر په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې دغه هېواد به د بېلا بېلو هېوادونو تر منځ د ترهګرو د سفرونو د مخنيوي او د بريتانيا په دننه کې د ترهګرو د کنټرول لپاره لا سخت تدبيرونه ونيسي.د بريټانيا په سرحدي سيمو کې د شکمنو ترهګرو د پاسپورټونو ضبطول،خپل هېواد ته د بريټانيايي ترهګرو د تللو مخنيوی،د ترهګرۍ مخنيوی د وقايۍ او څيړنې د تدبيرونو زياتوالی او هغه پټځايونه چې پکې ترهګرو ته اجباري تعليم ورکول کيږيپه دغو نويو تدبيرونو کې شامل دي.

د سږ کال له پيل څخه راپدېخوا،په بريټانيا کې نيول شوي د سوريې په اړه د ترهګرو شمير د پخوا په نسبت يو په پنځه زيات شوی.له انترنيټ څخه د ترهګريز په اړه اته ويشت زره پيغامونه پاک شوي دي.د خبر له مخې،اوس د بريټانيا پنځه سوه اتباع د عراق او سوريې په ګډون هېوادونو کې په ترهګريزو کارونو بوخت دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای