د ايران د بهرنيو چارو وزير له بروکسيل څخه لېدنه وکړه
د چين د خبري اژانس د خبر له مخې: د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د سپتمبر په لومړې نېټه د بيلجيم پلازمينه برکسيل ته ورسيد او ورپسي د اروپايی ټولنې او د بيلجيم له جګ پوړو مشرانو سره يې لېدنه وکړه.
جواد ظريف لومړې د اروپايی ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو له لوړ پوړې استازې اشتون سره خبرې اترې وکړې چې عمده محتويات په نږدی راتلونکې کې د هر اړخيز ذروي تړون څنګه رسيدل دي.
دا د ايران او د ايران د ذروي مسلې په هکله د اړوندو شپږو هېوادونو تر منځ د ويانا له خبرو اترو وروسته د ظريف او اشتون تر منځ تازه خبرې اترې دې.
ظريف په بروکسيل کې د اروپا شورا له رئيس هيرمان وان رومپي سره هم لېدنه وکړه چې د ايران د ذروي مسلې، له ترهګرۍ سره د مبارزو او په منځني ختيځ کې د تندلارانو د چارو په هکله يې خبرې اترې وکړې.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |