CRI Online

د م م د بشري حقوقو شورا د اې اېس په نامه پر افراطي ډلې نيوکه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2014-09-02 17:12:21

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م د بشري حقوقو شورا د سپتمبر په ١مه نېټه يو پريکړه ليک تصويب کړ چې په عراق کې د اې اېس په نامه د افراطي ډلې په شمول د اړوندو ترهګريزو ډلو پر کړو وړو نيوکه وکړه، او د م م له اړوندې څانګې څخه يې غوښتنه وکړه چې سمدلاسه دغه هېواد ته پلټونکی ګروپ ولېږي.

د دغه شورا ٢٢مه ځانګړې غونډه په همدې ورځ د ژنيو په ملي ماڼۍ کې تر سره شوه. په دغه پريکړه ليک کې بيا تائيده شوه چې د اې اېس په نامه د افراطي ډلې په شمول د اړوندو ترهګريزو ډلو کړه وړه د بشري حقوقو او د بشردوستۍ له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده او د جګړې او د بشري پرضد د مبارزې جنايت يې کړې دي. دغه راز دغه پريکړه ليک د نورو مذهبونو، ملي لږکيو او ښځو او ماشومانو په مقابل کې د دغو ډلو د زور زياتي پر کړو وړو سخته غندنه هم وکړه.

بر سېره پردې، دغه پريکړه ليک د م م د بشري چارو د عالی چارواکو له نماينده ګۍ څخه غوښتنه وکړه چې سمدلاسه يو پلټونکی ګروپ ولېږي، ترڅو د بشري حقوقو پرضد د دغو ډلو د کړو وړو پلټنه وشي او د م م د بشري حقوقو شورا په ٢٨مه غونډه کې به اړوند راپور وړاندې شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای