د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان ( اېپيک) د انرژۍ وزيرانو ترمنځ د يوولسمې دورې غونډه د سپتمبر په دوهمه نېټه په بېجينګ ښار کې پرانيستل شوه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د سياسي بيرو دايمي غړي او د صدراعظم مرستيال جانګ ګاو لي د اېپيک د يوويشتو غړيو پلاويو له مشرانو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو له چارواکيو سره وکتل او په پرانيستونکو مراسمو کې يې يوه وينا وکړه.
نوموړي وويل، چې د اسيا او ارام سمندر سيمه د نړۍ د نورو سيمو په نسبت لا فعاله او د پرمختګ پټ قوت لري، د چټک اقتصادي پرمختګ ترڅنګ د انرژيو لګښتونه يې د زياتوالي په حال کې هم دي. د انرژو د امنيت او د ايکلوژيکي چاپيريال په برخو کې د ننګونو په وړاندې، بايد د اقتصادي پرمختګ د لارو بدلون چټک شي او د پرمختګ سپينه او دواملرونکې لاره دې وموندل شي. د انرژۍ د استخراج په برخه کې دې همغږي او همکاري پياوړې شي، د انرژيو پانګونې او سوداګرۍ دې وهڅول شي. موږ هيله لرو چې د اېپيک له نورو غړيو هېوادونو سره يو ځای د انرژۍ د همکاريو په راتلونکي کې يوه نوې پاڼه واړوو.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |