د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان پارلمان د سپتمبر په دوهمه نېټه د کورني سياسي بحران په اړه د بحث لپاره يوه ځانګړې غونډه تر سره کړه.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير چاودهری نيصر علي خان په دې غونډه کې وويل چې هېواد له بېړنۍ موقع سره مخامخ دی. پارلمان د ټولو خلکو د اوازونو استازيتوب او په يووالي سره اوسنيو حالاتو ته غبرګون کوي.
هغه وويل چې شاو خوا دوه زره تنه ترهګرين چې مسلکي روزنې يې تر لاسه کړې، د لاريون کوونکو په ډله کې ورګډ شوي دي او د دولتي تلويزيون پر ودانۍ يې د ځملې په شمول د زور زياتۍ په عملياتو کې برخې درلودې. دغه کسان انقلابيان نه دي، تېری کوونکي او ترهګرين دي. د کورنيو چارو وزارت به د بريدکوونکو هويت تاييد کړي او او اړوند شواهد به پارلمان او سترې محکمې ته وړاندې کړي. هغه پر مخالفو ګوندونو او د دوی پر ملاتړکوونکو په انتقاد سره وويل چې دا ساده مظاهرې نه دي، دا د پاکستان د دولتي نظام پرضد بلوا ده.
د مخالفو ګوندونو مشرانو په همدې ورځ وويل چې دوی به د غوښتنې د پوره کېدو لپاره په پر له پسې توګه په اسلام اباد کې پاتې شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |