د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چن ګانګ د سپتمبر په دوهمه نېټه وويل چې هانګ کانګ د چين د ولسي جمهوريت يوه ځانګړې اداري سيمه ده، د هانګ کانګ د سياسي اصلاح چارې د هانګ کانګ ځانګړې اداري سيمې داخلي چارې دي، او د چين د کورنيو چارو يوه برخه ده، هيڅ بهرنی قوت پکې لاسوهنه نه شي کولای.
هغه د همدې ورځې په خبري ناسته کې د خبريال پوښتنې ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې وويل چې د چين د ملي ولسي کانګرس د بهرنيو چارو کميټې د يو پېغام په ليږلو سره د بريټانيا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو له کميټې څخه غوښتنه کړې چې د هانګ کانګ د سياسي احلاح په چارو کې لاسونه و نه کړي، ځکه چې له دې مخکې د بريټانيا د ولسي جرګې د بهرنيو چارو کميټې د چين او بريټانيا ترمنځ د ګډې اعلاميې د پلی کېدو د حالاتو په اړه استيضاح کړی و. په بريټانيا کې د چين سفارت په دې هکله بريټانيا ته ورته دريځ هم څرګند کړ.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |